(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۳۱) الماس خدرخېل
په کابل ښار کې وسله والو يوه بهرنۍ ميرمن تښتولې او د يوې بهرنۍ ميرمن د وژلو تر څنګ يو افغان ساتونکی يې وژلی دی.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب دانش وايي، پېښه تېره شپه د کابل ښار د دارالامان په سړک رامنځته شوې او په وينا يې چې وسله والو دغلته د یوې بهرنۍ نادولتي مؤسسې پر مېلمستون برید کړی، چې يوه جرمنۍ ميرمن يې وژلې او يوه بله فينلنډۍ مېرمن لادرکه ده چې ګمان کېږي هغه به يې له ځان سره تښتولې وي.
نوموړی وايي، په دغه پېښه کې د يادې مؤسسې يو ساتونکی هم وژل شوی دی.
هغه وايي، چې ياده مؤسسه د سويډن يوه نا دولتي موسسه ده چې تر اوسه يې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
تر دې مخکې هم په کابل کې د وسله والو له لوري بهرنيان تښتول شوي دي.
خو تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د دغه بريد مسؤليت په غاړه نه دی اخيستی.


















