نيويارک ټايمز: چين د سي آی ای څارګر وژلي يا يې بنديان کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۳۱) الماس خدرخېل
د نيویارک ټايمز ورځپاڼه وايي، چین د ۲۰۱۰م او ۲۰۱۲ مو کلونو تر منځ په دغه هېواد کې د امریکا د استخباراتو سي آی ای ۱۸ يا ۲۰ غړي څارګر وژلي او يا هم بنديان کړي دي.
دغه راپور چې بي بي سي د نيويارک ټايمز ورځپاڼې له قوله راخيستی ويلي، چې د يادو څارګرو په وژل کيدو يا ورکيدلو سره په چين کې د امريکا جاسوسي فلج شوې ده.
امریکايي چارواکو دغې ورځپاڼې ته ویلي، دا له تېرو څو لسیزو راهیسې تر ټولو لوی امنیتي درز دی.
په راپور کې راغلي، ښايي چين د سي آی ای کمپيوټرونه او غږيزې اړيکې هک کړې وي او د يادو څارګرو څرک يې معلوم کړی وي.
راپور کاږي، که څه هم په ۲۰۱۰ کې چين ته د امريکايي څارګرو ننويستل ورو شوي و، خو د ۲۰۱۱م کال تر پايه هغه څارګر يو يو ورک شول او يا وويشتل شول چې د سي آی ای له لوري ګمارل شوي و.
د راپور ليکونکی وايي، چې دوی لا هم په دې نه پوهېږي چې (اصلي ستونزه کوم ځای کې ده او رښتيا څه پېښ شوي دي).
د خبريال په وينا، له تېرې څه مودې راهيسې د چين او امريکايي استخباراتو تر منځ يو ډول پټه جګړه روانه ده.



