یا ته کوم خوب وې یا مونږ لاویده یو!!

صفي الله ”رائد“
نه پوهېږم، هغه ورځ مې څنګه تېره کړه، چې ستاسو د شهادت دردوونکی خبر مې واورېد.
آه څومره بوګنونکی خبر ـ څومره دردېلې کیـسه، چې نه پوهېږم څنګه انځور کړم.
شهید امیر المؤمنینه! زه خو ستا د ډېر عمر په ارمان وم، همدا به مې دعا وه، ستا د لیدو په انتظار وم. ستا د نرمو او خوږو خبرو ارمانجن وم،همدا مې ستره هیله وه، خو…!!!
خو رهبره! تقدیر مو دغه ارمانونه هغه وخت له خاورو سره خاورې کړل، چې ته وکوچېدې، ته رانه لاړې.
زړه ته رانېږدې شهید رهبره!
له څه وخت مې چې ستا د شهادت دردونکی خبر اوریدلی، تر ننه مې بيا له زړه څخه نه يې وتلی، لا مې هم یادېږې! لا مې هم پر زړه یې!
ستاسو د شهادت درانه غم دومره اغيزمن کړی یم چې له هغې ورځې وروسته مې حواس له لاسه ورکړی دی او لاهم په ذهني توګه ارام نه يم.
د زړه سره!
ستاسو په درانه شخصيت، بصیرت او سیاست ډير څه ليکلو ته اړتيا ده.
هو! ستاسو د علميت، شخصيت او ځیرکتیا به کتابونه ډک شي خو بيا به مو هم کارنامې او وياړونه خلاص نه شي.
ګرانه رهبره!
ستاسو د شهادت له امله اسلامي امارت څه چې ان اسلامي امت هم اوس په هغه حال نه ده پاتې، مګر د يوه ستر جهادي رهبر او لارښود ستره خلا احساسوي چې ډکول به يې وختونه څه چې کلونه ـ کلونه وغواړي.
شهید رهبره!
اکثره وخت ستا راپاتې ویاړمنې کارنامو ته ځیر شم، ستا د فراق غمونه مې وزنګوي، په ژړغونې غږ ووایم:
د زړه سره! یا ته کوم خوب وې یا خو مونږ لا ویده یو.
زړه ته رانېږدې شهیده رهبره!
ته مه خفه کېږه، ځکه مونږ ټول ستا نائب او خپل زعیم امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله سره، ستا په څېر کلک ولاړ یو، مونږ یې ملاتړي یو، مونږ یې عسکر یو.
ته مه خفه کېږه! ځکه ستا امارت ژوندی، ستا تګلاره ژوندۍ، ستا مسیر لا ژوندی دی.
او تر هغې به ستا مسیر پرې نږدو تر څو مو چې د بدن غوښې ستا په څېر په اورونو کباب کړې نه وي.
الله دې جنتونه درنصیب کړه!
الله دې شهادت قبول کړه!


