د لاس انجلس هوايي ډګر کې الوتکه له موټر سره ټکر شوې

(کابل ټکی کام ۳۱ غوايي ۱۳۹۶) حمزه حسیني

د لاس انجلس هوایي ډګر کې الوتکه له یو لوی بار وړونکي موټر سره ټکر شوې ده، د Boeing 737 ډوله مسافر وړونکې الوتکه چې ۱۴۶ مسافر او د الوتکې عمله پکې سواره و د لاس انجلس په بین المللي هوایي ډګر کې له ښکته کېدو وروسته له یو لوی بار وړونکي موټر سره ټکر شوې. په دغه پېښه کې اته کسان ژوبل شوي دي.

د خپاره شوي خبر له مخې یاده پېښه د راګرځېدو پر کرښه رامنځ ته شوی. یادې الوتکې له یو لوی خدمتي موټر سره ټکر کړی چې پکې اته کسان سواره وو. دغه اته کسان ټول ژوبل شوي خو روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.

د اور وژنې د ادارې له خبر سره سم د ټکر له وجې لوی بار وړونکی موټر چپه شوی او الوتکې ته د ښي وزر په یوه حصه کې هم زیان رسېدلی خو د سون مواد یې نه دي بهېدلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button