افغان لوبغاړو د برنز ۶ مډالونه ګټلي

(کابل ټکی کام ۳۱ غوايي ۱۳۹۶) حمزه حسیني

د اسلامي هیوادونو المپیکي سيالۍ د آذربایجان په باکو ښار کې پیل شوي چې تر اوسه افغان لوبغاړو د پهلوانۍ او ووشو په برخه کې ۶ مډالونه ګټلي.

د المپیکي ملي کمیټې د مطبوعاتو د برخې مسؤل منور شهزاد د يکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې د پهلوانۍ په برخه کې افغان لوبغاړو ۵ او افغان ووشوکار عبدالرزاق رضايي د برنز یو مډال تر لاسه کړی.

دغه المپیکي سیالۍ د ۵۷  اسلامي هیوادونو په ګډون په ۲۱ مختلف النوعه ورزشي رشتو کې تر سره کیږي چې له افغانستان څخه په دغو سیالیو کې د تکواندو، پهلوانۍ، اتلتیک، جودو او ووشو د برخې لوبغاړو ګډون کړی دی.

دغه المپیکي سیالۍ د آذربایجان په باکو ښار کې د مۍ په ۱۲ پیل شوي چې  تقریباً لس ورځې به دوام وکړي او تمه ده چې افغان ورزش کاران به پکې ښه وځليږي او افغانستان ته به په ورزشي رشتو کې لا بریاوې راوړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button