نور: حکمتیار داسې چلند غوره کړی لکه حکومت چې ده ته تسليم شوی وي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ غوايي ۳۱)

د بلخ والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجرايه، رئیس معلم عطا محمد نور نن د امریکې چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار له راتګ وروسته د هغه پر چال چلند نیوکې کړې دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار کابل  ته په راتګ سره د ملي وحدت حکومت ”نامشروع“ او د ”جانکېري کرغېړن وېش“ وباله، نوموړي همدارنګه په کورنيو رسنیو لفظي بریدونه وکړل او په اساسي قانون کې یې د بدلون غوښتنه وکړه.

hekmatyaar

عطا محمد نور له واشنګټن پوست ورځپانې سره په خبرو کې نن سهار (یکشنبې په ورځ) ویلي

”موږ د سولې له بهیر نه ملاتړ کړی دی، خو حکمتیار حکومت ته د تسلیم شوي پر ځای داسې چلند کوي چې ګویا حکومت ده ته تسليم شوی وي.“

نور زیاته کړې

”مونږ باید لږ له زغم نه کار واخلو هغه ته لږ وخت ورکړو، چې دی له خوب نه را ويښ شي او د ډیموکراتیکو اصولو منونکی شي، ترڅو هرڅوک ده ته ښه راغلاست ووايي؛ اما که چیرته د حکمتیار چلند مخامخ لمسوونکي وي، نو د افغانستان راتلونکی به ښه نه وي.“

له دې وړاندې د ګډ حکومت اجرایي مشر، ډاکټر عبدالله عبدالله حکمتیار ته په  خطاب کې ويلي و چې ”نوموړی دې ځان د افغانستان په موجوده وضعیت برابر کړي، نوموړی د ملي یوالي حکومت ته تسلیم شوی، داسې چلند دې نه کوي چې ګویا حکومت ده ته تسلیم شوی .“

عبدالله داهم وویل: ”دا هغه ۲۵ کاله مخکې دور نه دی، هر څوک چې د سیاست په ډګر کې ور داخل شي نو هغه ته په کار دي چې خبرې او کړنې یې د هېواد له موجوده وضعیت سره سمون ولري.“

عبدالله

د جمعیت ګوند پیاوړو او لوړ پوړو غړیو لکه عبدالله، عطا محمد نور او د امرالله صالح تر څنګ د ”افغانستان د ملي ګنګرې ګوند“ مشر عبداللطیف د ګلبدین حکمتیار پر وروستیو خبرو او کړنو بار بار نیوکې کړې دي؛ خو تر اوسه حکمتیار د دوی په غبرګون کې کوم عکس العمل نه دی څرګند کړی.

خالد وفا

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button