داسې مړ شه چې ته خاندې، خلک ژاړي.

جواد څارګر

کال وړاندې په نن ورځ، بلې! په همدا نن ورځ، اسلامي نړۍ دداسې سترې هستۍ او قائد دشهادت خبر واورېد چې، کفري او اسلامي نړۍ یې قیادت، شهامت، استقامت او ځېرکتیا ته ګوته پر غاښ وه.

دا کومه هستي وه چې قیادت او شهادت یې نړۍ ولړزوله؟

دا ستره هستي د اسلامي امت مسیحا، او امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور و، داسې منصور چې د ابوبکر او عمر پر پل روان و

د امارت دزعیم او مؤسس تر وفات وروسته یې دیو څو پردیپالو او خودغرضو له لورې پورته شوي بغاوتونه، پر خپل سیاسي بصیرت په نطفه کې خنثا کړه، د افغان جګړې دغځولو لپاره دکفري مفکرینو مکارانه پلانونه یې یو پر بل پسې وننګول، او له افغان قضیې دتور پنجاب، ناوړه او شوم اهداف یې وګواښل.

په داسې حال کې چې دثالث عمر له وفات وروسته، غربي اشغالګر دخپلې بریا خوبونه ویني او دشرابو ګیلاسونه شرنګوي، د امارت دزعامت واګې دستر منصور ګوتو ته لوېږې او دکفارو خوبونه، پر خپل سیاسي تدبر او قوي عزم سرچپه تعبیروي.

کفار هیله من دي، جاسوسي ځري یې لالهانده او وارخطا، دډالرو بوجۍ پر اوږو، کله دیو چا در ته درېږي او کله دبل چا؛ په دې امید چې د امارت مؤسس وفات دی، موقع ده چې امارت له بېخه ونړول شي، دپاته قیادت ترمنځ بې باوري پیدا کړایشي، اوبه خړې کړایشي او په خړو اوبو کې دوی دخپلې بریا لپاره مُهرې ومومي.

د لېږ وخت لپاره کفارو رښتیا هم اوبه خړې کړې، مُهرې یې وموندې، د امارت دزوال خیالي پلاؤونه یې ووهل؛ مګر نه پوهېدل چې د امارت زعامت داسې ډبرینو ګوتو ته لوېدلای چې دکفارو پیدا کړې مُهرې به یو پر بل پسې له میدانه وکاږي، او د امارت د انزوا خیالي پلاؤونه به یې تر خپلو پوچو ککریو موښتې پاته شي.

شهید منصور دداخلي او صلیبي دښمن پر ضد داسې چریکې قطعات فعال کړه چې په لنډه موده کې یې دطالبانو غلچکي بریدونه، پر منظمو جبهه یې بریدونو واړوَل، وارخطا دښمن یې دتوندو بریدونو لاندې ونیو او په تبلیغاتي برخه کې یې داسې دقدر وړ تحول راووست چې کابو ددښمن ټول تبلیغاتي ماشین یې فلج کړ.

منصور دمحکوم افغان ملت داسې اتل و، چې پر خپل سیاسي تدبر یې نه تنها دیرغلو کفارو پلانونه سرکوب کړل، بلکې دیرغلګرو هغه اشرباڼي یې یو ـ یو ددوی له بانډه جلا کړل چې محض تبلیغاتو غولَولي ول.

شهید منصور دمحکوم افغان غږ له افغانستانه وویست، او دنړۍ ګوټ ـ ګوټ کې یې انعکاس کړ.

منصور لومړی افغان زعیم و چې دجګړې په ډګر کې نیولای شوي، دمزدوري اردو زخمي عسکر یې مرهم پټۍ کړل، او په درنښت یې خپلو کورنیو ته ولېږدول.

منصور دا جرئت هم وکړ چې په بلها بندیزونو او څارنو سربېره یې، د افغان کشالې دحل لپاره سر په تلي کې ونیو، او په خورا مهارت یې نړیوال بحري او بري سفرونه وکړل.

او دا به هم زیاته کړم چې منصور خپل جرئت وخوړ، منصور خپل اخلاص وخوړ، منصور خپل استقامت او روښانه دریخ وخوړ.

منصور خپل وجود سوی سکور کړ مګر نه یې دشهید پر وینو سودا وکړه او نه د افغان په سرنوشت جفا ته زړه ښه کړ، نه دنړیوال کفر پر وړاندې په ملا خم شو او نه یې ددوی د مکارانه سیاست پر وړاندې شکست ومانه.

هو، منو چې منصور ځان لولپه کړ، خو داسې لولپه چې نه یې چاته پیغور پرېښود او نه یې دکفر زور ته ملا قات کړه

منصور ومړ، مګر داسې ومړ چې خندل یې، دکفارو پر بېوسۍ یې خندل، دکفارو پر مایوسۍ یې خندل، او پر هغه چا یې خندل چې نړیوال کفري ځواک یې نه ماتېدونکی باله مګر ده په لېږ وخت کې په ګونډو کړ، په ټنډارو یې کړ او داسې ټنډارې یې ووهلې چې تمامې نړۍ ورپسې وخندل.

او بالآخره دمنصور روح په داسې وخت کې د اسمانونه و لور ته پرواز وکړ چې ده خندل او محکوم مسلمان امت ژړل.

رحمه الله رحمةً واسعه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button