دحضرت ابوبکر صدیق یوه واقعه

ترجمه : عرفاني
روايت دی: چې حضرت عمر بن الخطاب (رضي الله عنه ) د سهار د لمانځه څخه ورسته حضرت ابوبکر صديق (رضي الله عنه ) په لټه کې وو ورپسې روان شو چې دی څه کار کوي؟ په دې وخت کې ابوبکر صديق (رضي الله عنه) د مسلمانانو خليفه هم وو.
ابوبکر ( رضي الله عنه)د مدينې اطرافو ته لاړوو. عمر (رضي الله عنه) تعحب وکړ چې دی دلته څه کوي؟
عمر (رضي الله عنه) وايي يو وار شاته ورپسې شوم، دی مې وليده چې خېمې ته داخل شو، کله چې دی له خېمې را بهر شو، زه خيمې ته ورداخل شوم چې ګورم يوه زړه بوډۍ ښځه ده چې په سترګو هم ړنده ده دوه وړې ماشومانې،لورګانې ورسره دي.
عمر (رضي الله عنه) ترې پوښتنه وکړه چې ته څوک يې يا د الله بنده؟
ښځې ځواب ورکړ زه ډېره زړه ړنده ښځه يم، خاوند مې مړ شوی دی ماسره دوه لورګانې دي د الله نه بغيرر بل څوک سر پرست مو نشته.
عمر (رضي الله عنه) بيا ترې پوښتنه وکړه چې د غه شيخ دلته راځي داڅوک دی؟ او دې ښځې پېژنده همم نه.
ښځې ځواب وکړ چې دغه شيخ زه نه پېژنم هره ورځ راځي؛
زموږ کور جارو کوي،
موږ ته ډوډۍ تياروي،
او زموږ مېږې لوشي،
نو عمر (رضی الله عنه) په ژړا شو او ويې ويل: چې يا ابابکره لتانه ورسته خپل جای نشينان به ستړي کړي!



