بمي چاودنې د پاکستان پوليسو ته ځاني زیان اړولی

(کابل ټکی کام ۱ غبرګولی ۱۳۹۶) محمد حارث
د پاکستان په شمال لویدیځ کې بمي چاودنه شوې، چې په پایله کې یې پنځه سرتیري وژل شوي. پاکستاني چارواکي وایي، دغه مرګونې پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د سرتېرو موټر د سړک د غاړي په ځای پر ځای شوي ماین وربرابر شو.
دوی زیاتوي، چې چاودنه د خیبر ایجنسی په تیراه سیمه کې شوي، چې موټر په مکمل ډول ویجاړ شوی او هیڅوک په کې ژوندی نه دی پاته شوی .
لا تر دې دمه د دغې پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
هېره دې نه وي چې تیرو څو ورځو کې څلور نور پولیس هم د وسلوالو مخالفینو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي و.



