طالبان وايي، د بادغیس دره بوم ولسوالۍ يې نيولې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲) الماس خدرخېل
طالبانو د بادغيس ولايت په دره بوم ولسوالۍ او شاوخوا امنيتي پوستو ډله ييز وسله وال بريدونه کړي، چې دوی د ولسوالۍ د نيولو ادعا کوي.
د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دوی وسله والو تېره شپه د دره بوم ولسوالۍ پر ودانۍ، امنيه قوماندانۍ او شاوخوا دفاعي پوستو بريدونه کړي دي.
د طالبانو په وينا له جګړې وروسته د ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قوماندانۍ، يوه لويه قرارګاه او شاوخوا ۷ دفاعي پوستې د دوی وسله والو نيولي دي.
بل پلو د بادغيس والي انور اسحاق زوی رسنيو ته ويلي، چې طالبانو د قادس ولسوالۍ د (دره بوم) سيمه کې پر امنيتي پوستو او مرکزونو ډله ايز بريدونه کړي او جګړه لا هم روانه ده.
په جګړه کې ښکېلې غاړې يو بل ته د درنو تلفاتو ور اړولو ادعا کوي.
اسحاق زوی د طالبانو له لوري د يادې ولسوالۍ د نيولو خبره تائيد کړې نه ده، خو ويلي يې دي چې په دغه ولسوالۍ کې سخته جګړه شوې ده.
د سپوټنک رسنۍ د ځايي اوسېدونکو له قوله خبر ورکړی، چې امنيتي ځواکونه له سيمې تښتېدلي او د ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قومندانۍ، او شاوخوا دفاعي پوستې ټولې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
طالبانو او دولت تر اوسه د خپل وژل شويو سرتيرو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.



