ګډ حکومت برتانیا کې وروستۍ چاودنه وغندله

کابل ټکی کام| غبرګولی ۲، ۱۳۹۶- ګډ حکومت د برتانیې په مانچسټر ښار کې د موسیقۍ په یوه کنسرت کې ترسره شوې چاودنه وغندله چې له امله یې ۲۲ تنه ووژل شول او څه باندې ۵۰ نور ټپیان شول.

ارګ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې یاده چاودنه غندل شوې ده او پکې ویل شوي چې افغانان د برتانیا له خلکو سره د غمشریکۍ اظهار کوي.

د اجرائیه ریاست له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، ”په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د برتانیا په مانچسټر ښار کې د ماشومانو او ښځو په ګډون لسګونه بې ګناه خلک ووژل شول. د حملې په غندلو سره د قربانیانو کورنیو او د برتانیا خلکو ته صبر غواړو او د پيښې ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړو“.

یاده چاودنه د سه شنبې په شپه د ځایي وخت په لس نیمو بجو وشوه، په دغه چاودنه کې د وروستیو معلوماتو له مخې ۲۰ تنه وژل شوي او له ۵۰ زیات ټپیان دي.

ګډ حکومت په بهر کې هره هغه پېښه په کلکو ټکو غندلې چې ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وي، خو په هېواد کې دننه د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې باندې هیڅ غبرګون نه ښيي.

د ګډ حکومت دغه چلند عام افغانان سخت ځوروي او د چاپلوسۍ پرته بل نوم نه ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button