ټرمپ: اسرائیل او فلسطین دې روغه وکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ غبرګولی ۲) محمدحارث
ټرمپ د خپل ولسمشرۍ په لومړي سفر کې چې دمګړۍ اسرائیلو ته رسېدلی، له اسرائیل او فلسطینه غوښتي چې خپل منځ روغه وکړي.
ډونالد ټرمپ دغه خبرې اسرائیل او لوېدیځې غاړې ته د سفر په دوهمه ورځ نن د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره په بیت الحم کې په یو ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.
نوموړی وایي: “ما روانه مياشت په واشنګټن کې له ولسمشر عباس سره خبرې وکړې، زه د اسرائيل او فلسطين تر منځ د سولې موافقې رامنځته کولو ته ژمن يم او زه به تر خپله وسه هر څه وکړم چې دوی خپل دغه هدف ته ورسېږي، ولسمشر عباس ماته اطمنان راکړ چې په ښه نيت به د دغه هدف پر لور کار کوي او د اسرائيل صدراعظم هم همدغه ژمنه کړې ده.”
ټرمپ پرون ورځ د اسرائیل له ولسمشر بنیامین نتنیاهو سره ولیدل. او ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.
ټرمپ به له عباس سره تر کتنې وروسته بېرته بیت المقدس ته راستون شي او په دوهمه نړیواله جګړه کې د یهوادنو د ګڼې وژنې د یادګاري څلي یا د واشیم Yad Vashem لیدو ته ولاړ شي، هلته به د اسرائیلو په موزیم کې یوې غونډې ته وینا وکړي چې له دې سره به د ډونالډ ټرمپ اسرائیلو ته دوه ورځنی سفر هم پای ته ورسېږي.



