جمعيت اسلامي عبدالله عبدالله او صالح د ګوند له غړيتوبه وويستل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۳) الماس خدرخېل
د افغانستان د جمعيت اسلامي ګوند د اختلافاتو له رابرسيره کېدو وروسته دغه ګوند د نوې مشرتابه شورا نومونه اعلان کړل.
په دغه ليست کې د ډاکټر عبدالله عبدالله او امرالله صالح نومونه نه دي راغلي.
د دغه ګوند د مشرتابه شورا يو غړي محمد نسيم فقيري رسنيو ته ويلي، چې له دې وروسته ډاکټر عبدالله له دوی سره په ګوند کې رسمي غړيتوب نه لري.
هغه وويل، له دې وروسته عبدالله د جمعيت ګوند غړی نه دی او په غونډو کې يې هم ګډون نه لري.
تر دې وړاندې د یاد ګوند مشرتابه شورا ۹ غړي درلودل، خو د نوي شورا په اعلان سره د مشرتابه شورا د غړيو شمير تر ۶۴ رسېدلی دی.
څو مياشتې مخکې د دغه ګوند د اجرائيه مشر عطاء نور او عبدالله تر منځ اختلافات زيات شول، چې نوموړي د عبدالله څخه ملاتړ خپله تيروتنه وبلله او عبدالله يې یو بې زړه، بې وسه او مذبذب کس بللی و.
څو ورځې مخکې داسې انځورونه خپاره شول، چې عطاء نور او عبدالله په يوه فاتحه کې د يو بل ګريوان ته سره لاسونه هم اچولي و.
فقيري زياتوي، دوی د عطاء نور او عبدالله تر منځ د اختلافاتو د له منځه وړلو هڅه کوي.
تر اوسه اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله د جمعيت ګوند د دغې پريکړې په اړه څه نه دي ويلي.
د دغه ګوند مشري د رباني ځوی صلاح الدين رباني په غاړه لري او اجرائيه رئيس يې عطاء نور دی.
جمعیت اسلامي د افغانستان په اوسني حکومت کې یو شمېر وزارتونه او څو مهمې ادارې په خپله برخه کې لري.



