جرمني کې یو افغان له طالبانو سره د اړیکو په تور نیول شوی

جرمني کې یو افغان له طالبانو سره د اړیکو په تور نیول شوی

(کابل ټکی کام ۳ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث
د جرمني امنیتي چارواکې خبر ورکوي چې دوی یو تن افغان په دې تور نیولی دی چې ګواکې د وسله والو طالبانو غړی و او همدا راز یې په یاد نیول شوي کس د یو افغان پولیس د وژنې تور هم پورې کړی. د جرمني فدرالي څارنوالانو ویلي، چې دغه کس شل کاله عمر لري او د جمعې په ورځ نیول شوی دی.

نیول شوی کس امید نومیږي چې نوموړی په دې تورن دی چې په ۲۰۱۳ کال او یا له هغه مخکې له طالبانو سره یوځای شوی او د دغې ډلې لپاره یې جلب او جذب کميسون کې فعاليت کړی.

جرمني څارنوالان وایي چې دغه کس د ٢٠١٣ کال په لومړیو کې یو افغان پولیس له وهلو ټکولو وروسته په ډزو سره وژلی دی.

سرچینې ویلي، یاد ۲۰ کلن ځوان ته د وسله والو لخوا دنده ورکړل شوې وه، چې بمونه ځای پر ځای کړي خو دا چې یاد نیول شوی کس دې کار ته چمتو نه و، د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته تښتیدلی دی او د ٢٠١٣ کال په نوامبر کې جرمني ته رسیدلی دی.

لا تر اوسه دا خبره نه ده جوته شوې چې ایا نیول شوي کس په خپل جرم اقرار کړی او که نه.؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button