روسیې سفارت: د افغان چارواکو پر بې بنسټه تورونو اندېښمن یو

(کابل ټکی کام ۳ غبرګولي۱۳۹۶) محمدحارث

د روسیې سفارت یو ځل بیا خبر ورکړی چې دوی له ترهګرو سره هیڅ نوعه مرستې نه دي کړي. او د افغان چارواکو بې بنسټه تورونه چې ګواکې روسیه  له وسله والو طالبانو سره مرستې کوي په کلکو ټکو رد کړي دي.

کابل کې د روسیې د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: چي هېواد یې له هېڅ وسله والې ډلې سره مرسته نه ده کړې او نه له دوی څخه ملاتړ کوي.

په یاده اعلامیه کي د روسیې د سفیر الکساندر مانتیتسکي له خولې راغلي، چې د روسیې سفارت د ځينو افغان چارواکو د وروستیو بې بنسټونه تورونو له امله سخت اندېښمن دی.

نوموړي زیاته کړې، ځینې افغان چارواکي تور پورې کوي چي د ناپېژانده الوتکو پر مټ وسله والو ته اکمالات کيږي. خو دا خبره چې یادې ناپېژاندې الوتکې به د روسیې وي هیڅ حقیقت نه لري.

په کابل کي د روسیې سفارت په ځانګړي ډول د کندهار د امنیې قومندان جنرال رازق، د اروزګان د امنیې قومندان جنرال سنګري او د ۲۱۵ قول اردو د مشر جنرال احمدزي هغه تورونه رد کړي چي وايي د طالبانو په لیکو کي روسیي مشاوران فعالیت کوي.څو ورځې مخکې د بلخ والي عطا محمد نور په یوه خبري  غونډه کې طالبان په څو برخو ووېشل او زیاته یې کړه چي هر هېواد د وسله والو طالبانو یوه ډله تمویلوي.

د روسیې سفارت دا ډول تورونه رد کړي او ویلي دي، باید د ناپېژندل سویو الوتکو په اړه له هغو خلکو پوښتنې وشي چي د افغانستان د هوايي حریم کنټرول یې په لاس کې دی.د سیاسي چارو کار پوهان په دې نظر دي چې افغان چارواکي دغه بې بنسټه تورونه یواځې د دې لپاره کوي چې په دا وروستیو ناکامیو پرده واچوي او ولس له حقایقو بې خبره وساتي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button