پاکستان: هند د ملگرو ملتونو په څارونکو ډزې کړي

(کابل ټکی کام ۴ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث

پاکستان پر هند تور پورې کړی چې ګواکې د دغه هیواد عسکرو د ملگرو ملتونو په څارونکو ډزي کړی دي. د ملگرو ملتونو یاد څارونکې د چهار شنبې په ورځ د مۍ په ٢۴ نېټه  د پاکستان د یوې سرحدي سیمې لېدنې ته ورغلي وو. پېښه د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر په لانجمنې سیمې کې را منځ ته شوې ده. د کشمیر پر دغه لانجمنه سیمه پاکستان او هند دواړه هیوادونه د ملکیت ادعا لري.

د پاکستان پوځ ویلې: چې یاده پېښه کې د ملگرو ملتونو  څارونکې ډلې ته کوم زیان نه دې اوښتی.

د هند او پاکستان لپاره د ملگرو ملتونو یاده څارونکي ډله په دغه سیمه کې ماموریت ترسره کوي. دغه ډله د پاکستان او هند د سرحد په اوږدو کې د اوربند نه د سرغړونې پېښې ثبتوي او همدا شان وضعیت هم تر خپل څار لاندې نیسي. پاکستان او هند دواړه اټومي طاقتونه دي او د کال ١٩۴٧ نه راوروسته دواړو همسایه هیوادونو درې لوی جنگونه هم کړي دي.

د پاکستاني پوځ د اعلامیې  په وینا چې وایي د ملگرو ملتونو دغه دوه تنه مامورین چې یو د کروشیا او بل د فلیپین دی، د چهار شنبې په ورځ په کشمیر کې د پاکستان او هند د سرحد سره نژدې سیمې ته ورغلي و.

خو نوي ډهلي د دې پیښې په هکله تر اوسه لا څه نه دي ویلي. پاکستان او هند دواړه زیاتره وخت په سرحدي سیمه کې پر  یو بل ډزې کوي او دواړه خواوې په یو بل د اوربند نه د سرغړونې تورونه لگوي. د دغو دواړو گاونډیو هیوادونو تر منځ اړیکې د پاکستان د جوړېدو د وخت راهیسې خرابې شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button