د مديترانې سمندر کې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۴) الماس خدرخېل
د مديترانې په سمندر کې یو ځل بیا د کډوالو د کښتئ ډوبه شوې، چې له امله يې سلګونه کسان په اوبو کې ډوب شوي او لسګونه کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې په دغه کښتۍ کې له ۵۰۰ کسانو ډېر کډوالو سپاره و چې د ليبيا د اوبو له لارې يې اروپا ته د تلو هڅه کوله.
د ايټاليا امنيتي چارواکو ويلي، چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو سلګونه کسان د مديترانې د ليبيا ساحل په اوږدو کې ژغورلي دي.
پوليس وايي، دغه کښتۍ چې غوښتل يې اروپا ته تېره شي د ليبيا د سواحلو په ۵۰ کيلو مترۍ کې د نامعلوم لامل له امله ډوبه شوې ده.
د سمندري ځواکونو مسئولين وايي، سيمې ته د ژغورنې ډله رسېدلې او د لومړنيو مالوماتو له مخې ۳۱ کسان مړه شوي دي.
د چارواکو په وينا په کښتۍ کې تر ۵۰۰ کسانو شتون درلود او ښايي د مړو شويو کسانو شميره له دې هم لوړه شي.
تر دې مخکې هم په دغه سمندر کې زرګونه هغه کډوال ډوب شوي چې اروپا ته يې د تلو هڅه کوله.



