طالبانو په وردګو کې د کابل- کندهار لویه لار تړلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۴) الماس خدرخېل

د کابل څنګلوري ولايت وردګو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منخ نښتې شوي، چې له امله د کابل- کندهار لويه لار تړل شوې ده.

ځايي اوسېدونکو رسنيو ته ويلي، د دواړو لوريو تر منځ د دغه ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې له سهار راهيسې جګړه پيل شوې چې لا هم روانه ده.

د سيداباد اوسېدونکي وايي، طالبان لويې لارې ته راوتلي او څو دانې ۳۰۳ ډوله موټر يې هم له ځان سره کليو تاو کړي دي.

د دغې لارې موټر چلوونکو کابل ټکی کام ته وويل، دواړو غاړو ته لسګونه مسافر وړونکي موټر بند پاتې دي.

يوې امنيتي سرچينې افغان اسلامي اژانس ته تائيد کړه چې لاره تړل شوې او د سالارو په سیمه کې له وسله والو طالبانو سره سخته جګړه روانه ده.

تر اوسه دواړو غاړو ته د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکول شوي، خو ځايي اوسېدونکي وايي چې سخته جګړه شوې ښايي تلفات ولري.

طالبانو تر دې وړاندې هم د لويو لارو په سر مسافر وړونکي موټر تاو کړي او د بايو مټرک سسټم په واسطه يې د افغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو سرتيري پيژندلي او له ځان سره وړي دي.

تر دې دمه وسله والو طالبانو د دې بريدونو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button