څېړونکي:د ملي يووالي حکومت په ځېنو برخو کې ناکام دی

(کابل ټکی کام ۴ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث

د جرمني د هیواد په مالي مرسته یوه څېړنه شوې، تر څو د ملي يوالي حکومت ته کمزورۍ ورپه ګوته کړي، دغه څېړنیز مرکز د ملي يووالي حکومت په تېرو دوو کلونو کي د کانونو، کډوالۍ او ښاروالیو په برخه کي د نه پاملرنې په توګه ناکام وارزوه.

د افغانستان د ارزونې او واحد تحقيق څيړنيز مرکز وايي، چي د موندنو په اساس يې د ملي یوالي حکومت نه دی توانيدلی چي په هېواد کي د کډوالۍ کړکيچ، د ښارواليو فعاليتونه او د کانونو سکټور په سمه توګه اجراء او مديريت کړي.

په همدې اړه یوې جوړې شوې غونډې ته پرون د خبرو پرمهال د افغانستان د ارزونې او واحد تحقيق په نامه د يوه څيړنيز مرکز مسؤلانو وويل، چي د موندنو پر اساس يې په تيرو دوو کالونو کي حکومتي ضعف او په اړوندو ادارو کې د فساد شتون هغه لاملونه دي، چي د کډوالۍ کړکيچ يې زيات کړی، د ښارواليو فعاليتونه يي کم کړي او په سمه توګه يې د کانونو مديريت له ستونزو سره مخ کړی دی.

د ياد څيړنيز بنسټ مسؤلانو وويل، چي په دې برخو کي به يو شمېر حل لارې حکومت ته وسپاري، څو د ستونزو په هواري کي ترې ګټه واخلي.

د جرمني د هېواد سفير الريچ ايرنېسټ پرون جوړې شوې غونډې ته په خپله وينا کې وويل “که څه هم په افغانستان کي د فساد او ورته نورو پديدو په اړه انديښنې پرځای دي، خو زياتوي چي د خپلو مرستو له لارې به افغان حکومتي مسؤلان ښې حکومتوالۍ ته وهڅوي.”

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button