کندوز کې امريکايي پوځيان د طالبانو پر ضد په جګړه بوخت دي

راپورتاژ: الماس خدرخېل —–

په کندوز ولايت کې يو ځل بيا د وسله والو طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ جګړو زور اخيستی، چې له امله يې د کندوز- تخار لويه لار تړل شوې ده.

چارواکي وايي، وسله والو طالبانو څو ځايه د دغې لارې په سر په پرتو پوستو بريدونه کړي، چې له امله يې د ولايت او خان اباد ولسوالۍ تر منځ لاره هم تړل شوې او جګړه روانه ده.

د پوليسو يوه ویاند محفوظ الله اکبري رسنيو ته ويلي، اوس مهال د ګودامونو او نواباد سيمه کې نښتې روانې دي او په خبره يې چې د يادو جګړو مقصد په (تلوکې) سيمه کې په وسله والو د فشار کمول دي.

Extrication exercise
امريکايي عسکر

دغه لار څه موده مخکې هم د وسله والو طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ د جګړ و له کبله د پرله پسې لسو ورځو لپاره تړل شوې وه.

له تېرو څو ورځو راهيسې د کندز مرکز (تلوکې) سيمه کې د طالبانو پرضد عمليات روان دي.

طالبان وايي، د دغو عملياتو مخه يې نيولې او ګډو ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

وړمه ورځ هم په ياده سيمه کې د وسله والو طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ سختې نښتې وشوې، چې له امله يې طالبانو ګډو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه.

طالبانو او ځايي خلکو تېره ورځ داسې راپورونه ورکړل، چې د تلکې په سيمه کې يې د جګړې پر مهال د يو امريکايي جنرال په ګډون ۲۰ تنه افغان عسکرو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

د امريکايي جنرال تر وژولو وروسته په خواله رسنيو کې په ياده سيمه کې د امريکايي ځواکونو د بمبار راپورونه ورکول شول، چې په دولتي ځواکونو يې ترسره کړی او پکې شاوخوا ۴۰ دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

تر دې وړاندي د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بمبار کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبلي اوښتې ده . تر اوسه دولتي سرچينو د يادې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

n00060793-b
بمبار کې وژل شوي عسکر

خو طالبان وایي چې امریکایي الوتکو غوښتل چې دوی په نښه کړي په خطایي کې یې په دولتي عسکرو بمبار کړی چې له امله یې درنه مرګ ژوبله ورته اړولې ده .

په تلاوکې سيمه کې له تېرو څو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو او افغان او امريکايي ځواکونو تر منځ جګړې روانې دي. طالبان وايي، د ملاسردار په سيمه کې يې د تيلاوکې او امام صيب ولسوالۍ ته غزېدلې لار په مکمله توګه تړلې ده.

له بله پلوه د کندوز د پوليسو مشر عبدالحميد حميدي رسنيو ته ويلي، چې دغه ولايت ته د طالبانو سره د جګړې لپاره امريکايي پوځيان رسېدلي او په جګړه کې يې برخه اخيستې ده.

امريکايي سرتېري په داسې حال کې يو ځل بيا کندوز ته رسېدلي، چې طالبانو په دغه ولايت کې پرمختګونه کړي او جګړه د کندوز ښار څنډو ته رسېدلې ده.

بګرام-امریکایي-ټان-610x330
په چاودنه کې امريکايي جنرال وژل شوی

د کندوز د پوليسو مشر ويلي، په دې وروستيو کې يې د طالبانو پر ضد «پامير۵» عمليات پيل کړي، خو د دغو عملياتو د بريا لپاره د امريکايي ځواکونو ځمکني او هوايي مرستو ته اړتيا لري.

د کندوز ډېری برخه له تېرو څو کلونو راهيسې د طالبانو په واک کې ده، دوه اوونۍ وړاندې يې قلعه‌زال ولسوالۍ ونيوله، د کندوز ښار شاوخوا ډیری سيمې يې لاندې کړې، د څو ورځو لپاره يې د تخار کندوز لاره هم تړلې وه چې نن يې بيا دغه لاره وتړله او خان اباد ولسوالۍ يې هم کلابنده کړې وه

. د کندوز امنيه قومندان عبدالحميد حميدي وايي، امريکايي پوځيان له تېرو څو ورځو راهيسې د طالبانو پر ضد په جګړه بوخت دي او هيله‌من دی، چې طالبان به پر شا وتمبوي.

افغانستان کې د امريکايي پوځيانو رسنيزې سرچينې کندوز کې د امريکايي سرتېرو د شتون او جګړو په اړه له څه ويلو ډډه کوي، خو سرچينه وايي، په داسې حال کې، چې امريکايي پوځيان په جګړه بوخت دي، دوی نه غواړي په دې اړه رسنيو سره خبره شريکه کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button