کندهار: میوند کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتي

(کابل ټکی کام ۴ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث

د خبري منابعو له قوله تېره شپه ناوخته د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د وسله والو او افغان دولتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې، په نښته کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او اته تنه نور بیا ټپیان دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د خبر په تائید برسېره وایي، د ملي اردو سرتېرو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې کله وسله والو پر یوه پوسته برید وکړ.

د نوموړي په خبره وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دقیق شمېر یې نه دی معلوم.

دا په روانه هفته کې په کندهار ولایت کې د ملي اردو پر سرتېرو دوهم برید دی چې دغو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړوي.

خو لا تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا بر غاړه نه دی اخیستی.

طالب وسله والو سږني منصوري عملیاتو کې په لویه کچه پراخوالی راوستی چې دولتي ځواکونه یې له وار خطابي سره مخ کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button