کويټه کې نامعلومه وسله والو ۲ چيني تبع وګړي تښتولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۴) الماس خدرخېل
د کوټې ښار په جناح ټاون سيمه کې نا معلومه وسله والو دوه چيني وګړي تښتولي چې يوه يې ميرمن او بل سړی دی.
چارواکي وايي، پېښه تېره ورځ ماسپښين مهال د کويټې ښار د جناح ټاون اړونده سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې ياد چيني وګړي بازار ته د سودا اخيستو لپاره راوتلي وه.
د کويټې د پوليسو مشر اعتزاز رسنيو ته ويلي، چې دغه تښتول شويو چينايانو له څه مودې راهيسې په کوټه کې د ژبې ورښودلو په يوه اکاډمۍ کې د استادۍ دندې ترسره کولې.
هغه وويل، دوى به د کوټې ښار سيمهييزې جامې اغوستلې، خو د چهارشنبې په مازيګر نامعلومو کسانو د وسلو په زور وتښتول چې تر دې مهالهيې لا د دوى د تښتونې په تور څوک نهدي نيولي.
په اسلام اباد کې د چين سفارت پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې په بلوچستان کې د چارواکو سره په تماس کې دي ترڅو د خپلو اتباعو په راخوشې کولو کې مرسته وکړي.
تر اوسه د دغو چينايانو د تښتولو مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
د پېښې سره په تړاو د بلوچستان وزير اعلی ثناءالله زهير د دوو پوليس افسرانو دندې ځنډولي او د دغه چينايانو د تښتونې پېښه يې د هغوی غفلت بللی دی.



