په افغانستان کې د ناټو جنګي او مشورتي ماموريتونه!

تبصره
د ټاکلې شوې نيټې سره سم د مئ په ٢٥مه د بلجيم په پلازمېنه، بروکسل کې د ناټو د غړیو هېوادونو تر منځ غونډه پیل شوه، د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په اړه پکې پوره بحث وشو او د ناټو غړیو هېوادونو په خپلو کړو ژمنو يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې به خپله دنده سرته رسوي.
له ٢٠١٤ز دمخه د امريکايي پوځونو تر څنګ د ناټو غړیو هيوادونو په چوکاټ کې هغو ټولو پوځونو چې افغانستان ته د يرغل په موخه راغلي، جنګي ماموريت یې درلود؛ په خپلو ټولو جنګي تاکتيکونو سره یې پر افغان ولس هر ډول وسلې وازمايلې، خو د امريکا د پخواني جمهور رئيس د پلان سره سم په ٢٠١٤ز کې په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو جنګي ماموريت پای ته ورسيد.
اوس چې د امريکا نوي جمهور رئيس، ټرمپ د مسلمانانو سره د انتخاباتو په کمپاين کې کومه دښمني وښوده او امريکا ته یې د مسلمانانو په ورتلو بنديز اعلان کړ، واک ته په رسيدو یې د امريکايي ولس سره خپلې ژمنې د مسلمانانو سره په دښمنۍ عملي کړي.
د امريکا نوي جمهور رئيس خپله د ناټو په غونډه کې برخه واخیسته، د دې غونډې دمخه یې د ايران پر خلاف د اتومي پرګرام په اړه پر شوې موافقې بې باوري وښوده، ویې ويل چې بيا به پرې له سره غور کوو او د افغانستان په اړه په ٢٠١٤ميلادي کې پای ته رسيدلی ماموريت هم د غور وړ دى.
ټرمپ غواړي په افغانستان کې د جګړې د دوام په موخه يو ځل بيا خپل زرګونه پوځونه راوليږي او په افغانستان کې د پوځونو د مشورتي ماموريت په نامه جنګي ماموريت له سره پيل کړي.
که څه هم په دې غونډه کې د ناټو عمومي منشي، ينس سټولټنبرګ وويل چې مو ږ په افغانستان کې پای ته رسيدلې جنګي ماموريت بيا له سره نه پیلوو او نه غواړو نور د افغانستان په جنګي ماموريت کې برخه واخلو؛ خو د ټرمپ له وينا داسې بريښي، که ناټو په جنګي ماموريت کې نه ورګډيږي، امريکايي پوځونه به په جنګي ماموريت کې ور ګډ کړي.
د ناټو د عمومنشي او ټرمپ د ويناو تر منځ توپير دا دى چې سټولټنبرګ په افغانستان کې نور په يوه نامه هم جنګي ماموريت نه پیلوي، خو دټرمپ موخه دا ده چې په هر نامه وي په افغانستان کې جنګ دوام ولري.
ناټو غواړي، افغان امنیتي ځواکونوته د ظرفیت لوړونې په برخه کې روزنه ورکړي، څو وکولای شي له وسله‌والو طالبانو، داعش او نورو سره جدي مبارزه وکړي. د ناټو د عمومي منشي په وينا د افغانستان امنيتي حالت د انديښنې وړ دى، خو دا یې هم وويل چې په افغانستان کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
امريکا د افغانستان په اړه د ناټو غړي هېوادونه له ځان سره ملګري کړي دي، خو پاليسي خپله چلوي. په افغانستان کې د امريکا پاليسي دا ده چې په هرنامه وي، جګړه بايد دوام ولري؛ او دا ثابته شوې ده چې دمخه د يو شمېر جهادي مشرانو تر منځ د امريکا په غير مستقيمه مرسته په افغانستان کې خپل منځي جګړه روانه وه، د طالبانو او شمالي ټلوالې تر منځ، چې شمالي ټلواله نيغ په نيغه امريکا حمايه کوله جګړه روانه وه، د وسله والو طالبانو او حکومت تر منځ جګړه روانه ده، تر دې وروسته یې دا دی نور مخ پټي وسله وال د افغان حکومت او ولس په مقابل کې رامنځ ته کړل؛ بيا به هم په افغانستان کې جګړه روانه وي.
افغان حکومت او امريکا څو څو واره روسيه په دې تورنه کړه چې طالب وسله والو ته وسلې ورکوي؛ خو سټولټنبرګ د ناټو په غونډه کې په ډاګه وويل: دوی هم داسې راپورونه تر لاسه کړي، خو پر وینا يې تر اوسه په‌ دې اړه کره اسناد نه‌ لري، چې ګوندې روسیه وسله‌ والو طالبانو ته وسلې او نور تجهیزات ورکوي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په دې نظر دى چې په افغانستان کې د ناټو پاتې پوځونو څخه یې هدف د افغان پوځ د نظامي روزنې لوړتيا ده، اما ټرمپ ټينګار کوي چې په افغانستان کې د مشورتي ماموريت په نامه جنګي ماموريت ته دوام ورکړي؛ ځکه خو په افغانستان کې دا مهال د ناټو د ١٣٥٠٠ پوځونو په منځ کې ٨٤٠٠ امريکايي پوځونه موجود دي او ټرمپ غواړي په نوې پاليسۍ سره زرګونو نور پوځونه هم افغانستان ته راوليږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button