یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home په زړه پورې معلومات

څنګه پوهېدلای شو چې څوک مو ټیلیفوني مکالمې څاري؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اکتوبر 5, 2017
کټګوریانې: په زړه پورې معلومات
0
23
ځلې شریک شوی
292
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

شفیع وردګ

د اړیکو په نړۍ کې موبایل اوس یوه لازمی برخه ده. په افغانستان کې کابو ۸۰ سلنه وګړي موبایل کاروي. ګرځنده ټلیفونونه (موبایل) علاوه له دې چې خلک یې سره تړلي، سوداګریزې پراختیا، او ژوند کې یې پراخې اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي خو له یو لړ ننګونو سره هم مخ دی. په دې وختونو کې به تاسو اورئ چې د دریم کس لخوا د یوه شخص خبرې اوریدل او ثبتېدل په یوه سرخوږي بدل شوی دی.

دا هم ولولئ

د NexDock کمپنۍ نوی سمارټ فون جوړ کړی «کمپیوټر ستاسو په جیب کې»

چين د مرغانو په بڼه نوي ډرونونه جوړ کړي

نوی ضد مرمۍ ټوکر چې يواځې د مرمۍ لګيدو پر وخت کلکيږي

موږ او تاسو ته لازمه ده چې د یوې نوې وسیلې او ټکنالوجي له کارولو مخکې د هغې د کارولو په اړه پوره معلومات پیدا؛ د قوت او ضعف ټکي یې وپیژنو.

کله چې یو نوی موبایل او ټکنالوجي کارول کیږي لومړی یې کتلاک یا لارښود مطالعه او په اړه یې معلومات تر لازمه حده پورې ژور شي، په کارولو، رمزونو، په تېره امنیتي برخه یې باید ځان پوه کړو، چې په دې سره به مو تر زیاته حده خپل محرمیت خوندي کړئ وي.

مکالمې څنګه اورېدل او ثبتیږي؟

د مکالمو اورېدل او ثبت، کولای سو په دوه برخو کې خلاصه کړو:

لومړی، قانوني اورېدل

دوهم، غیر قانوني اورېدل

لومړی: قانوني اورېدل (Law intercept )

  • د مخابراتي شبکو له خوا:

د مخابراتي شبکو له خوا په قانوني ډول اړیکې ثبتیږي، چې دا خپله په دوه ډوله دي. لومړی امریکايي سیستم کې ستاسو ټولې اړیکې ثبتیږي چې د امنیتي ادارو له خوا د اړتیا پر وخت د محکمې د امر درلودلو سره را اخیستل کیږي، یانې کله چې کوم جرم او اتهام راشي، نو د محکمې په امر سره ستا پخوانۍ ثبت شوې اړیکې را اخیستل او اوسنۍ ټولې اړیکې څارل او غوږ ورته نیول کیږي. دوهم سیستم بریتانیايي دی، په دې کې هغه وخت ستا اړیکې تر څارنې او ثبت لاندې راځي چې کله تر اتهام لاندې راشې، او محکمې امر ورکړي. په دې سیسټم کې ستا د خبرو پخوانی ثبت نشته، یانې کله چې محکمه امر ورکړي نو بیا به ستا خبرې اورېدل پیلیږي د هغې پخوا ستا ثبت شوې خبري ریکارډ نه وي.

  • د امنیتي ادارو له خوا:

د افغانستان امنیتي ادارې داسې وسایل لري چې کولای سي د خلکو اړیکې ثبت کړي، خو بیا هم ټوله لاره چاره د قانون په چوکاټ کې کیږي یعنې کله چې د متهم خبرې ثبتوي د محکمې امر به لري.

په دې ډول چاره کې تاسو په ځان باندې نه شی پوهیدلای چې ستاسو خبرې څوک ثبتوي.

دوهم: غیر قانوني اورېدل (جاسوسي)

کله چې اډوارډ سنوډن افشا کړه چې د امریکا ملي امنیت د خلکو خبرې اوري، نو د اورېدلو یو میتود یې په ځیرک موبایلونو کې جاسوسي سافټویرونه ول، دغه ډول د اړیکو ثبت، شخصي معلوماتو ته لاسرسۍ او جاسوسي د غیرقانوني اورېدو او جاسوسي کولو یو ډېر عام ډول دی.

جاسوسي ادارې ستاسو ځیرکو موبایلونو ته جاسوسي سافټویرونه د لنډ لیکلي پیغام (SMS)، تصویري پیغام (MMS)، بلوټوټ یا هم انټرنېټ له لارې لیږي، چې په واسطه یې په اتومات ډول ستاسو د موبایل کمره، خبرې ثبت، موبایل مایکروفون فعاله کیږي، او حتی کولای شي ستاسو په موبایل کې پرتو معلوماتو ته هم لاسرسۍ ومومي، چې ټوله شوې ډېټا جاسوس ته په اتوماټ ډول د همدې سافټویر له لوري لیږل کیږي.

آیفون:

د Dropout Jeep په نامه سافټویرد امریکا د ملي امنیت ادارې له خوا په ایفون موبایلونو کې د جاسوسی لپاره کارول شوی دی. دغه سافټویر کولای شي ستاسو په موبایل کې کېدونکې خبرې ثبت، شخصي معلوماتو ته لاسرسۍ پیدا، او د محلي جي اس ام شبکې پرمټ ټول شوي معلومات د امریکا ملي امنیت شبکې ته انتقال کړي. دا یو قوي جاسوسي سافټویر دی چې حتی کولای سي ستاسو د آیفون کمره او مایکروفون په خپل واک کې واخلي.

دا چې دا سافټویر څنګه په آيفون کې ځای په ځای شوی دی، دوه لارې لري، خپله په آیفون کې مخکې له مخکې ثبت دی او یا هم د انټرنېټ پر مټ پکې ځای په ځای شوی دی.

خو دا د لوړو استخباراتي شبکو کار دی، نورې جاسوسي ادارې او خلک هم کولای شي دې ته ورته جاسوسي سافټویرونه پیدا او ستاسو آیفون ته لاسرسۍ پرې پیدا کړي.

بلک بیري:

دا ځیرک موبایل افغانستان کې زیات نه کاریږي، خو دا د امریکا د جاسوسي ادارو لپاره یوه ستره سرچینه وه. بلک بیري په ۲۰۰۸ کال کې ماته وخوړه.

د انډروئید اپريټینګ سیستم پر مټ کارېدونکي موبایلونه:

د انډروئید د اړیکو مدیرې جینا سیګلیانو په یوې مرکې کې دا ومنله چې د امریکا د ملي امنیت ادارې له خوا وړاندیز شوي ځينې سافټویرونه یې انډروئید ته اظافه کړي، دا خبره د اندېښنې وړ ده خو دا د یوې لویې استخباراتي ادارې کار دی. نور کسان هم کولای شي دې ته ورته عادي سافټویرونو کې جاسوسي وکړي.

موبایلونه یو حساس مایکروفون لري چې د کمپنۍ له خوا یا هم د لنډلیکلي پیغام، تصویري پیغام یا هم انټرنېټ له لوري استول شوي سافټویرونو له لامله فعالیږي او په وسیله یې کیدای شي درېیمګړی (جاسوس) خبرې واوري او ثبت يې کړي.

په غير قانوني ډول ستاسو د اړيکو اوريدلو او جاسوسي سافټويرونو باندې پوهيدل تر یوه حده امکان لري، چې ځينې نښې يې دا دي:

د موبایل چارج مو زر خلاصیږي، موبایل په اتومات ډول چالان او ګلیږي، موبایل ته مو ډول ډول پیغامونه راځي، د موبایل سرعت مو ورو کیږي او…

د پورته یادو جاسوسي ډولونو د مخنیوي لپاره ځینې سپارښتنې:

  1. هغه شمېرې چې ډله ئیز پیغام لیږي هڅه وکړئ چې Ban یې کړئ.
  2. د ناپیژاندو خلکو له خوا هغه پیغام مه پرانیزئ چې اندازه یې د لنډ لیکلي پیغام نه زیاته وي.
  3. خپل انټرنېټ مو مصون کړئ، ورسره د مصونې شبکې انټرنېټ وکاروئ.
  4. د Anti-Spy سافټویر وکاروئ، خو چې د ډاډ وړ سرچینې وي.
  5. هرزه او هغه سافټویرونه په خپل موبایل کې مه انسټالوئ چې منبع یې د ډاډ وړ نه وي.
  6. په نا اړینو وختونو کې خپل وایرلس او بلوټوټ آف وساتئ.
  7. په موبایل کې پراته معلومات انکرېپټ کړئ.
  8. د امکان تر حده هڅه وکړئ چې زر زر خپل موبایل فارمټ کړئ.
  9. مهمو غونډو ته د تګ څخه مخکې مو موبایل ګل او بټرۍ ترې وباسئ.
  10. موبایل اړیکې او پیغامونه مو د انکرېپټ سافټویرونو پرمټ انکرېپټ کړئ.

په غیر قانوني ډول د اړیکو اورېدلو بله چاره په هوا کې مخابراتي سېنګالونو کې مداخله کول دي.

مخکینې مطلب

درې امريکايي پوځيان وژل شوي، دوه تنه نور ټپيان دي

بل مطلب

د سعودي پاچا په درې ورځني سفر مسکو ته ولاړ

ځانګړي مطالب

په زړه پورې معلومات

د NexDock کمپنۍ نوی سمارټ فون جوړ کړی «کمپیوټر ستاسو په جیب کې»

نشرونکی: ح جلال
جنوري 24, 2026
په زړه پورې معلومات

چين د مرغانو په بڼه نوي ډرونونه جوړ کړي

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 4, 2025
په زړه پورې معلومات

نوی ضد مرمۍ ټوکر چې يواځې د مرمۍ لګيدو پر وخت کلکيږي

نشرونکی: ح جلال
سپتمبر 24, 2025
په زړه پورې معلومات

آلبانیا د لومړي ځل لپاره د مصنوعي ځيرکتیا روباټ د کابینې وزیر په توګه وټاکه

نشرونکی: ح جلال
سپتمبر 14, 2025
په زړه پورې معلومات

د نړۍ تر ټولو ستر ماشين «بګر ۲۹۳»

نشرونکی: ح جلال
اگست 11, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com