شاولیکوټ کې د ملي اردو ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي

(کابل ټکی کام ۵ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث

د طالب وسله والو لېزري قطعې تېره شپه د کندهار ولایت پر شاولیکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر قرارګاه او پر ځینو پوستو بریدونه تر سره کړي. د شاولیکوټ امنیتي چارواکي وایي چې د همدې ولسوالۍ په زنګیتان سیمه کې تېره شپه لسګونه طالب وسلوالو د ملي اردو پر یوه قرارګاه ډلییز برید تر سره کړی.

یاد برید چې د شپې له لسو بجو څخه پيل شو او څو ساعته یې دوام وکړ. د امنیتي باوري سرچینو په حواله طالب وسله والو د لېزر او همدا راز د سرې قطعې په دغه برید کې د ملي اردو ۱۸ سرتیري وژل شوي او ۱۶ نور بیا ټپيان دي، همدارنګه طالب وسله والو څلور تنه نور سرتیري ژوندي له ځان سره بیولي دي.

طالب وسله والو د ملي اردو ۵ زغره والي شوبلي هم د ځان سره بیولي دي، د زنګتیان د برید سره سره نورو طالب وسله والو بیا د کندهار او روزګان پر لویه لار په کوندلانو، کوتل، ماڼو او سپين غر سیمو کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې له امله یې دری پوستې له دولتي چارواکو څخه نیولي.

په یاد تر سره شوي بریدونو کې د تلفاتو په اړه تراوسه امنیتي سرچینو څه نه دي ویلي. خو بل طرف ته طالب وسله والو د برید پړه منلي، د طالبانو ویاند ښاغلي قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلي خبرپاڼه کې ویلي چې ددوی ځواکونو تېره شپه د ملي اردو یوه قرارګاه او ۳ پوستې په بشپړه توګه نیولي، چې په پایله کې یې ۳۵ امنیتي سرتیري وژلي او ۸ تنه یې ژوندي نیولي دي. احمدي په خبرپاڼه کې لیکلي چې د ملي اردو ۷ هاموي ټانګونه یې هم د ځان سره د غنیمت په توګه بیولي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button