طالبان: د سوله خوښو سره سوله او د جګړه مارو سره جګړه!

سرليکنه
د افغانستان د سولې په اړه د درې کالو راپدېخوا د سولې هڅې زياتې شوې او هلې ځلې یې روانې دي، کم شمېر هېوادونه په صادقانه او زيات شمېر په غير صادقانه توګه په افغانستان کې د سولې او امن غږ پورته کوي؛ خو تر اوسه پورې یې داسې قدم پورته نه کړ چې په رښتينې توګه افغانان د سولې په فضا کې د ارام ساه واخلي.
 
غير صادقانه په دې مانا، که په رښتينې توګه هغو هېوادونو چې د کلونو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې د سولې شعار تکراروي او په يوه او بل عنوان سره د سولې ويناوي کوي په حقيقت کې سوله غوښته، اوس به په افغانستان کې چا د ناامنيو او جګړې نو م هم نه وای اوريدلاى؛ خو په خوله يو څه او په حقيقت کې بيا نور څه.
 
دا دی اوس يو ځل بيا د چين هېواد چارواکو د ۲۰۱۵ ميلادي کال په څېر په افغانستان کې د سولې غږ پورته کړی دى، په افغانستان کې یې د حکومت په مخالفينو غږ کړی دی چې نور له جګړې لاس واخلي او سولې ته غاړه کيږدي.
 
په تېر تاريخ چې نظر واچوو، چين د افغانستان سره ښه ګاونډيتوب پاللى دى، تر اوسه پورې یې د افغانانو سره داسې رويه نه ده کړې چې هغه دې د افغانانو د مذهب او کلتور خلاف وي، يا دې د افغانستان پر خاوره د تېري کوم قدم پورته کړی وي؛ که چين د افغانستان په اړه د سولې هلې ځلې کوي، طالبان ورته په درنه سترګه ګوري. هر څوک چې په صداقت سره د افغانستان په اړه د سولې رښتینى قدم پورته کوي بايد د قدر په سترګه ورته وکتل شي؛ ځکه افغان ولس نور په هيڅ صورت د جګړو له امله د تباهيو توان نه لري.
 
دا چې چين طالبانو ته د سولې او مذاکراتو په اړه بلنه ورکړې او ورسره یې حکومت ته ورغلى حکمتيار هم ورسره شريک کړی دی، ښه او پر ځاى قدم دی. بايد د چين د دې نيکو هلو ځلو قدرداني په مثبت ځواب سره وشي. لومړی خو موږ په دې ټينګار کاوه چې په داخل د افغانستان کې دې بين الافغاني غونډه جوړه شي او يوه بين الافغاني غوڼده کې بايد د هېواد ټولې په مخ کې شته ستونزې حل کړل شي، خو چې په دې لاره د حکومت سره د تلو توان نه ليدل کيږي، په چين دا باور شته چې ښه ګاونډيتوب به له افغانانو سره وپالي.
چينايي چارواکو چې د امت ورځپاڼې په ليکنه، د ورېښم د نوې لارې د امنیت د خوندي کېدو لپاره له افغان طالبانو سره خبرې پیل کړي دي، پر ځای قدم دى. افغانان د امن او سولې تږي دي، د هر افغان په وسيله چې په هېواد کې د لويو لارو او سيمو يا ولاياتو امن ساتل کيږي، بايد دا ډول قدم واخستل شي. دا به چينايي چارواکو درک کړې وي چې د طالبانو سره د خبرو بغير د ورېښم د نوې لارې امنيت نه ساتل کيږي؛ لکه څرنګه چې د هېواد د نورو لويو لارو امنيت ګډ وډ دی، چينايي چارواکي ورته په همغه نظر ګوري.
 
موږ دا منو چې هر ګاونډي او د سيمې هېواد، په افغانستان کې خپلې ګټې په نظر کې نيسي، خو چين يو داسې هيواد دی چې په تير تاريخ کې یې د خپلو ګټو تر څنګ د افغان ولس ګټې هم په نظر کې نيولې دي. اوس چې چين په سيمه کې د اقتصادي پياوړتيا او سوداګريو د پراختيا لپاره هڅې کوي او په دې اړه طالبان سولې ته هڅوي، د ستاينې وړ قدم دى او بايد په افغانستان کې د سولې په اړه هر افغان خپل فرض سرته ورسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button