د سپين بولدک- چمن لار پرانستل شوه

کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۶- د سپین بولدک- چمن دروازه له ۲۲ ورځو تړل کېدو وروسته نن (شنبه) پرانیستل شوه.

د روانې مئ میاشتې په لومړیو کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو د نښتې له امله د سپین بولدک- چمن دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړل شوه، چې نن له ۲۲ ورځو له تېرېدو روسته د دواړو خواوو په خوښه پرانیستل شوه.

پاکستاني چارواکي وايي، د سپین بولدک- چمن لاره یې د افغان چارواکو په غوښتنه او د روژې د میاشتې د احترام له مخې پرانیستې ده.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی ایس پي آر) په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې دواړو خواوو پر اوربند موافقه کړې ده. په خبر پاڼه کې راغلي چې پاکستان اوس هم د لقمان او جهانګیر کلی خپل ملکیت بولي.

د روانې مئ میاشتې په ۵مه نېټه د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ د لقمان او جهانګیر کلیو پر سر نښته رامنځ ته شوه چې له امله یې دواړو خواوو ته ځاني زیانونه واوښتل.

د سپین بولدک- چمن لاره کندهار او بلوچستان سره نښلوي. په دې لاره باندې هره ورځ له ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زرو پورې خلک تګ راتګ کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button