ولایتي شورا وايي، طالبان دکابل ځينو سيمو کې تلاشۍ کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۶) الماس خدرخېل
د کابل ولايتي شورا وايي، چې وسله وال طالبان د شپې له خوا د دغه ولايت په ځينو سيمو کې تلاشۍ کوي.
د کابل د ولايتي شورا رئيس عبدالرحمان هاشمي رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې طالبان د دغه ولايت په څلورو ولسوالۍ کې شتون لري او شپې له خوا د يادو ولسواليو په ډيرو سيمو کې د شپې تلاشۍ او تفتيشونه کوي.
نوموړي زياته کړه، په موسهي، سروبي، قره باغ او پغمان کې هره شپه طالبان د تلاشيو لپاره لويو لارو ته راوځي او ځای پر ځای تفتيشونه ترسره کوي، ترڅو دولتي کسان له موټرو ښکته کړي.
د هاشمي په وينا، که څه هم په کابل کې د نا امنيو ډيری برخه يې د جنايي جرمونو ده، خو دی وايي چې د کابل شاوخوا ولسواليو نه د مخالفينو کابل ته متوجه ګواښونو دوی اندېښمن کړي دي.
بايد وویل شي، چې وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې په کابل کې هدفي وژنې ډیرې کړي او ډیری وخت د دولت لوړرتبه او نظامي چارواکي د خپلو بريدونو هدف ګرځوي.
دغه راز د کابل له ځينو ولسواليو څخه کله کله په پروان کې ميشت د باګرام په هوايي اډه د طالبانو له لوري د توغنديو وارونه هم کېږي.



