بارکزی: د ترينکوټ په دوه کيلو مترۍ کې هره ورځ جنګ وي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۶) الماس خدرخېل

د ولسي جرګې استازي او د ولايتي شورا يو شمير غړي وايي، که يو شمير ولايتونو جدي پاملرنه ونه شي نو د سقوط سره به مخ شي.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی وايي، چې د نا امنيو له لامله د دغې ولايت او ولسواليو ډری مواصلاتي لارې تړل شوي دي.

د نوموړي په وينا له يو کال ډيره موده وشوه، چې د دغه ولايت د ټولو ولسواليو لارو باندې په ډاډه زړه تګ راتګ نه کېږي، د چارچينو او ګيزاب ولسواليو ته څوک نه شي تللی.

بارکزی وايي، هره ورځ د ارزګان مرکز ترينکوټ په نږدې دوه کيلو مترۍ کې جنګ وي او د دغه ولايت په ډیره سيمه وسله وال طالبان واکمن دي.

په ورته وخت کې د زابل د ولايتي شورا مرستيال اسدالله کاکړ هم اندېښنه څرګندوي او وايي، چې دولت يواځې د دغه ولايت د ولسواليو په مرکزونو پورې فعال دي او نوره ټوله سيمه طالبان واک لري.

کاکړ دغه راز زياتوي، که له تېر سره یې پرتله کړو امنیتي وضعیت په ټولو سیمو کې خراب شوی دی تر دې چې خلک په ډېر تشویش کې دي، دولت هلته چندانې فعال نه دی او دولت یوازې د ولسوالیو په مرکزونو کې رول لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button