امريکا: د چاقو په بريد کې ۲ کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۷) الماس خدرخېل

د امريکا په لويديځ پورټلنډ ايالت کې يوه کس يو شمير خلک په چاقو وهلي، چې له امله يې ۲ کسان وژل شوي او ځينې نور ټپيان دي.

وژل شویو دواړو کسانو چې په یوه رېل ګاډي کې يې سفر کولو، هڅه وکړه چې برید کوونکی د دوه مسلمانو ښځو له ځورولو منع کړي.

ټالیسن میردین نامکای مشه او یو بل ملګری یې (ریکي جان بست) د بریدګر مخې ته ودرېدل، بریدګر په چاکو ووهل او دواړه یې ووژل.

په پېښه کې دغه مسلمانو نجونو ته زيان نه دی اوښتی خو بريدګر پر دغو دوو وژل شويو سربېره څو نور کسان هم ټپیان کړي دي.

عيني شاهدان وايي، هغه نجونې چې بريد پرې شوی و د ريلګاډي له درېدو سره له سيمې تښتېدلي دي.

پوليسو په پېښه کې د ښکېلو مسلمانو نجونو لټون پيل کړی او غواړي د نورو تحقيقاتو لپاره هغوی پيدا کړي.

پوليس وايي، بریدګر (جورف کریسټین) ۳۵ کاله عمر لري، تر دې وړاندې د توکمپالۍ په جرايمو کې ښکېل پاتې شوی، چې دمګړۍ د وژنې په تور زنداني دی.

د پېښې په ځای کې شته کسانو پوليسو ته ويلي، چې بريدګر داسې شعارونه ورکول (چې مسلمانان بايد مړه شي).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button