د افغانستان او پاکستان لوبډلو تر منځ کرکټ لوبې کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۷) الماس خدرخېل

د افغانستان او پاکستان د کرکټ بورډ مسئولينو موافقه کړې، چې په راتلونکو مياشتو کې به د دواړو لوبډلو تر منځ د کرکټ شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي.

دغه موافقه تېره ورځ په لاهور کې د افغان او پاکستاني کرکټ مسئولينو تر منځ په کتنه کې وشوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل او د پاکستان کرکټ بورډ مشر شهريار خان په دې موافقه کړې، چې لومړی لوبه به په کابل کې او دوهمه لوبه به په لاهور کې د افغان او پاکستاني کرکټ ټيمونو تر منځ ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنۍ شل اوریزه سیالي په راتلونکې جولايې میاشت کې په افغانستان او دوهمه په اګسټ کې په پاکستان کې وشي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي کرکټ او نور سپورتونه بايد د سياست نه لرې وي او په وينا يې: زه دلته د خپلو ژمنو تازه کولو لپاره راغلی یم او ورزش باید د حکومتونو تر سیاسي اغیز لاندې را نه شي.

د دواړو لوريو تر منځ هوکړه شوې، چې په دغه لوبو کې به يو سريز او د الف او سيمه ييز ټيمونو تر منځ به هم يو لړ مسابقې کېږي.

د دواړو ټيمونو مشران باور لري، چې په دغسې سياليو کې به د دواړو هېوادونو په اړيکو کې پراختيا زياته شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button