د تخار والي له خپلې دندې استعفا ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۸) الماس خدرخېل

چارواکي وايي، چې د تخار والي محمد ياسين ضياء له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د تخار د والي وياند سنت الله تیمور رسنيو ته ويلي، چې ياسين ضياء خپله استعفا د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې له لارې ولسمشر ته وړاندې کړې ده.

نوموړي د والي  د استعفا لامل په اړه څه نه دي ويلي، خو زياتوي چې تر دې دمه د ولسمشر له لوري استعفا نه ده منل شوې.

د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې ويانده منيره يوسف زاده د تخار د والي محمد ياسين ضياء استعفا تائيد کړه او په  وينا يې چې د هغه د استعفا لامل شخصي ستونزې دي.

منيره وايي، د ضياء استعفا ليک تېره ورځ دوی ته رسېدلی او دوی ولسمشر ته وړاندې کړی دی خو تر دې دمه د ولسمشر له لوري استعفا نه ده منظور شوې.

ياسين ضياء دوه کاله مخکې د تخار د والي په توګه وټاکل شو او تر دې مخکې يې د ملي امنيت د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button