هند: تندر لوېدلو او زیاتو ورښتونو لسګونه خلک وژل شوي

(کابل ټکی کام ۸ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث

د هندوستان هیواد د بیهار په ایالت کې د سختو ورښتونو او  د تندر د لوېدلو له امله  ۲۳ تنه وژل شوي، له سیمې څخه ترلاسه شوی معلومات ښیي چې د بیهار په ایالت کې  د تندر د رالوېدو  له امله  ۱۸ تنه ووژل شول چې پنځه تنه نور بیا د سختو ورښتونو په پایله کې د راوتلو سیلابونو له امله  وژل شوي دي.

د بیهار ایالت د ژغورنې د ادارې  ویاند  خبري رسنیو ته ویلي دي: چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بیهار په ایالت کې  د سختو بارانونو او تندر د لویدو په پیښو کې  ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .

هغه ویلي دي چې د هند حکومت په یاد شوي ایالت کې د طبعي پېښو د قربانیانو سره د هر تن کورنۍ ته  د ۴۰۰۰۰۰ هندي کلدارو د مرستې  پریکړه کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button