د سرپل ولايت د سقوط په حال کې دى

سرليکنه
د څه مودې راپدېخوا چې په يو شمېر ولاياتو کې امنيتي حالت خراب شوی دی او اوسيدونکي یې د ستونزو سره مخ دي، يو یې د سرپل ولايت دی، چې د اوسېدونکو په وينا یې د دې ولايت څلور خواوو ته د امنيتي ځواکونو او د حکومت د مخالفو وسله والو تر منځ جګړه روانه ده.
د سرپل ولايت اوسېدونکي د ٢٠١٥ ميلادي کال د کندز د ښار د سقوط په څېر انديښنه لري، وايي که سرپل هم سقوط وکړي شتمنۍ به یې لوټ کړل شي؛ ځکه خو د څو ورځو راپدېخوا د ولايت اوسېدونکو له ښاره د خپلو شتمنيو په انتقال پیل کړی دى.
د سرپل په اړه راپورونه وايي چې دا مهال د ولايت په څلور سوه کيلومترۍ کې جګړه روانه ده. راپورونه زياتوي که څه هم امنيتي ځواکونه مقاومت کوي، خو داسې بريښې چې يا خو یې دفاع وزارت کامل تجهيز نه کوي او يا یې په خپلو کې سره همغږي له لاسه ورکړې ده.
د مشرانو په جرګه کې د سرپل ولایت یو شمېر استازي د دغه ولایت پر امنیتي وضعیت اندېښنې ښودلو سره وايي، که څه هم په سرپل ولایت کې د وسلهوالو مخالفینو د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه یو لړ خبرونه خپرېږي، او امنیتي ځواکونه هم ورسره په جګړه بوخت دي، خو که حکومت په دغه ولایت کې د وسلهوالو مخالفینو ځپلو ته جدي اقدام ونهکړي، یاد ولایت به ډېر ژر د وسلهوالو مخالفینو لهخوا سقوط شي.
تېره ورځ د سرپل ولايت استازو د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د خپلې انديښې په ښودلو سره وويل
چې د امنیتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ نشتوالی د دې لامل شوی، چې په دغه ولایت کې د وسلهوالو مخالفینو فعالیتونه زیات شي.
د سرپل ولايت په اړه تازه راپورونه وايي، چې اوس جګړه د ښار مرکز ته رسېدلې ده او د ښار په خواو شا کې د حکومت د مخالفو وسله والو او امنيتي ځواکونه تر منځ لاس په لاس کېدونکې ده. د مشرانو په جرګه کې د سرپل ولايت د استازو تر څنګ د ښار اوسېدونکو هم خپله اندېښنه څرګنده کړې ده، چې يو شمېر ښاريانو خو خپلې کورنۍ نورو خوندي سيمو ته انتقال کړې، هغه کورنۍ چې په ښار کې پاتې دي د هغوی ژوند به د ښار د نيولو پر سر په جګړه کې په مرګونو بدل کړل شي.
دفاع وزارت خو د سرپل ولايت په اړه ځايي اوسيدونکو ته ډاډ ورکړی دی، چې په ياد ولايت کې یې د سقوط اندېښنه له منځه وړې ده او په ځینو سيمو کې امنيتي ځواکونو پرمختګ کړی دى، خو د ښار اوسېدونکي چې تازه نورو سيمو ته په کډه شوي دي، وايي نه دا چې د ښار نږدې خواو شا کې امنيتي ځواکونو پرمختګ نه دی کړی، بلکې د امنيتي ځواکونو د نه همغږۍ له امله یې لسګونه پوستې چې د ښار امنيتي کمر بند به يادېده له لاسه ورکړې دي.
دا چې د سرپل په ولايت کې د حکومت مخالفو وسله والو لسګونه پوستې له امنيتي ځواکونو نيولې او لا یې پسې نيسي، د ياد ولايت د اوسېدونکو انديښنې پر ځای دي؛ ځکه چې دوه کاله دمخه په کندز ولايت کې د طالب وسله والو او د ښار د امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه وه، د ښار د ساتونکو په نامه اربکيانو د ښاريانو ټولې شتمنۍ له ځانه سره وړې وې.
د يوې خوا د سرپل ولايت د سقوط انديښنې او د بلې خوا په ارزګان او خو ست ولاياتو کې د طالب وسله والو بريدونه زيات شوي دي، همد ا رنګه په کندهار، زابل او نورو ولايت کې دا انديښنې راپيدا شوې دي چې که چيرې دفاع وزارت لازمه توجه ورته ونه کړي، دا ولايات به هم له سختو امنيتي ستونزو سره مخ کړل شي.
که څه هم دفاع وزات وايي، چې په ياد ولايت کې چې اوسېدونکې یې د سقوط انديښې لري، ځمکني او هوايي عمليات یې پر طالب وسله والو پيل کړي، خو بيا هم د ښار اوسېدونکو خوندي ځايونو ته په کډو کولو پیل کړی دى او د سرپل ولايت د سقوط شيبې را لنډيږي.



