ملګري ملتونه: پنځو مياشتو کې څه باندې يولک افغانان بې ځايه شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۹) الماس خدرخېل
ملګري ملتونه وايي، د روان ميلادي کال له پيل راهیسي تر دې دمه د جګړو له امله په افغانستان کې څه باندې يولک کسان بې ځايه شوي دي.
دوی وايي، چې له جنورۍ شروع تر مئ اخر پورې يولک ۳۲۲۹ افغانان بې ځايه شوي، دغه راز جګړه په هغو سيمو کې ده چې تير کال هم پکې وه او ځينې کسان پخوا ترې وتلي دي.
دا اداره وايي، سږ کال د کورنيو بې ځايه شيو افغانانو شمير په سلو کې ۳۶ لږ دی او لامل يې په هغه سيمو کې د جنګ دوام چې تير کال پکې جنګ و، دهم علت يې بې وزلي ده چې ډیری خلک توان نه لري چې نورو سيمو ته کډه وکړي، مجبوره دي په خپلو سيمو کې په ځآن د مرګ ژوبلې خطر ومني.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تر اوسه د دغه په اړه څه نه دي ويلي، خو د ياد وزارت وياند مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل وايي، ډېری بې ځايه شوي، په کندز، بغلان، هلمند، ارزګان او ننګرهار ولایتونو کې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په راپور کې راغلي،چې ځینو ښاري سیمو ته هم ناامني خپره شوې او له کبله یې خلک نه پوهېږي چې چيري پناه یوسي.
دغې ادارې د ۲۰۱۶م په راپور کې ويلي و، چې د جګړو له امله څه باندې شپږنيم لکه افغانان بې ځايه شوي دي.



