مسکو کې سخت توپان ۱۱ کسان وژلي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۹) الماس خدرخېل

د روسيې رسنيو ويلي، چې د دغه هېواد په پلازمينه مسکو کې سخت توپان ۱۱ کسان وژلي او شاوخوا ۷۰ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

راپورونه وايي، دغه توپان ودانيو، سټيشنونو ته د زيانونو اړولو سربيره ځاني تلفات هم اړولي دي.

د مسکو ښاروال سرګي بيانین ويلي، په توپان کې ۱۱ کسان وژل شوي او لږ تر لږه اويا کسان نور ټپيان دي.

د دغه هېواد د انرژۍ وزارت ويلي، د سخت توپان له امله برېښنا پرې شوې، د ټرانسپورټ نظم خراب شوی او اوس مهال په مسکو کې زرګونه کورنۍ برېښنا نه لري.

مسئولين وايي، چې دوی هڅه کوي ترڅو د برېښنا او د موټرو نظم ژر ترژره فعال کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button