سناتور جان مک‌کېن وایي پوتین تر داعش خطرناک دی

(کابل ټکی کام ۹ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث

امریکايي سناتور جان مک‌کېن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نړیوال امنیت لپاره تر داعش ډلې هم زیات خطرناک دی.

مک‌کېن پرون د اسټرالیا له «ABC» ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، څه چې پوتین کوي د داعش تر فعالیتونو زیات خطرناک دي. نوموړی سناتور زیاتوي”فکر کوم چې ولسمشر پوتین تر ټولو حتی تر داعش ډلې هم ستر او مهم خطر دی، فکر کوم چې طبعاً داعش خو بد کارونه کوي، خو روسانو هم هڅه وکړه چې د ډموکراسۍ بنسټ ویجاړ کړي او دا هماغه د امریکا د انتخاباتو د نتیجې د بدلولو هڅه وه.”

سناتور مک‌کېن د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې مشر دی چې په بهرنیو چارو کې د کانګرس غږ ګڼل کېږي. مک‌کېن ویلی، روسیې ته د ډېر ستر چلېنج په سترګه ګوري، نو ځکه ‌یې پر مسکو د بندیزونو د زیاتولو غوښتنه وکړه.

یاد سناتور همداراز یادونه وکړه چې دی باوري دی چې د ولسمشر ټرمپ له‌خوا د ملي امنیت مؤظف شوی ټیم به داسې ستراتیژي جوړه کړي چې نتیجه به‌یې په افغانستان کې بریالیتوب وي.

دا په داسې حال کې ده چې  ډيلي ټايمز ورځپاڼې په خپلو ګڼو کې د امریکا پر ګونګ سیاست اندېښنه ښودلې وه او دا شان سیاست یې د افغانستان لپاره د ناامنۍ اصلي لامل  ښودلی ؤ، بل خوا نن مشرانو جرګې هم د امریکا له خوا د جنګي پلان مخالفت کړی او دا یې یو ناکام برخورد ارزولي، افغانستان مشرانو جرګه د امریکا جنګي کړنلاره ناکامه ګڼي او وايي، چې په افغانستان کې جګړه له پخوا پراخه او ډېره سخته شوې ده خو کومه مثبته پایله یې نه ده پر ډاګه شوې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button