د روژې هر ماښام اختر وي…! (۳) – جواد څارګر

جواد څارګر

یوې حکومتي ادارې ته په یو وړوکي کار پسې ولاړم، مامور ته مې د کار کولو وویل؛ مامور راغبرګه کړه، کار به مو وشي، که ته لېږ ځان وخوځوې.

مال مامور صیب روژه ده، ډېر مو مه خوځوه، تاسې ژر ـ ژر قلم پرې وخوځوئ، ګرمي سخته ده، چې کور ته ځان ورسوم.

مامورصیب په برېتو کې موسک شو؛ وایي موږ لکه چې کور نه لرو، دا موږ درته لیونیان ښکارو چې په دې شپاړس ساعته روژه کې، دلته درته ناست یو؟!

مال نه صیب، ستاسو خدمت قابل قدر دی خو څه وکړو، بله چاره نشته، ځکه تاسې ته هم تکلیف درکوو.

عینکې یې د پوزې سر ته ښکته کړې، په رډو ـ رډو یې ماته وکتل؛ بچو! چالاکي به نکوې، ښه پوهېږې چې روژه ده، د روژه مات لپاره به حتمي یو څه راکوې، هله به کار درته کوم.

په جوب کې راسره شته پیسې مامورصیب واخیستې، قلم ته یې کش ورکړ، لاسلیک یې وکړ، کاغذ یې له څنډې ونیو او په معناداره موسکا یې ماته راکړ؛ واخله بچو!، اتي درځه، روژه ده او ګرمي هم، کار مې درته خلاص کړ، چې بیا ګیله ونه کړې.

له ادارې راووتم، ځوړند سر روان شوم، د ښار په ګڼه ګوڼه ورننوتم، هر لورې ته چېغې او شور جوړ و، چا چکني خرڅوله، چا مربع، چا په ګاډیو فروټ انبار کړي ول، چا د پکوړیو او سمبوسو غږونه پورته کول او چا د خرماؤو.

په سوچونو کې غرق روان وم، کوښښ مې کاوه چې د هیچا غږ وانه ورم، هیڅ ونه وینم خو نه کېده، غږونه بیخي زیات ول، بیخي تېز ول.

غوږونو کې مې ګوتې کېښودې، غوښتل مې ګامونه ګړندي کړم او له ښاره ووځم خو یو غږ مې د غوږونو پردې ټکولې.

دا غږ زما دزړې مورکۍ غږ و، چې همداسې مې په اعصابو کې کړنګېده.

سهار چې له کوره وتلم، راپسې راغږ یې کړ؛ ګوره ځویه! نن حتمي زما دروژې فدیه ورکړه، په ژوند باور نشته هسې نه مرګ ړومبی شي.

قدمونه مې لا زیات ګړندي کړه، په بیړه له ښاره ووتم او تش او خالي لاس کور ته ستون شوم.

مور مې مخې ته راغله، ځویه! زما د روژې فدیه دې ورکړه؟!

بلې مورکۍ ټوله مې ورکړه، یو داسې فقیر او ملنګ سړي ته مې ورکړه چې درسته ورځ د ولس خدمت ته ناست دی، ډېرې دعاوې یې درته وکړې.

ماښام چې روژه ماتي ته کښېنستم؛ د مامور صیب دسترخوان مې سترګو ته نېغ ولاړ و، بلها نعمتونه پرې انبار ول، او مامورصیب په فاتحانه موسکا ښځې او بچیانو ته ویل:

د روژې هر ماښام اختر وي………!!

خو ماته داسې ښکاره کېده لکه د مامورصیب مخ ته چې، په دسترخوان د بېوسه او محتاج ولس آهونه، او سلګۍ انبار وي او مامورصیب پسخند پرې وهي.

دلته راته د خوږ پیغمبر ﷺ دغه حدیث مبارک رایاد شو:

د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی، چې رسول الله ﷺ وفرمايل:

ډېر ځله یو روژه دار داسې وي، چې هغه ته له خپلې روژې، يواځې لوږه په نصيب کېږي او ډېر ځله یو قيام کوونکی داسې وي، چې هغه ته له خپل قيام، يواځې شوګيره په نصيب کېږي.

(سنن ابن ماجه: ۱۶۹۰)

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button