طالبانو د کابل وروستی برید غندلی دی

(کابل ټکی کام ۱۰ غبرګولی ۱۳۹۶)

نن ۸:۳۰ بجې د پلازمیني کابل په زمبق څلورلارې کې خارجه وزارت ته څیرمه یو غټ موټر بم برید وشو د دې برید په پایله کې تر اوسه ۳۲۰ کسان ټپیان شوي او ۴۹ کسان وژل شوي دي.

د راپورنو له مخې، موټر بم برید د هغه ټانکر په واسطه تر سره شوی دی چې په سیمه کې د ګرځیدو اجازه کاټ یې درلود. دا چې دا کاټ د کوم خارجي سفارت له لوري ورکړل شوی تراوسه یې جزیات نه دي ښکاره شوي.

چاودنه د جرمني، امریکا او هند سفارتونو ته نږدې شوې. تر دې دمه کومې ډلې د یاد موټر بم برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی. وسله والو طالبانو یاد برید په سختو ټکو غندلی دی او یاد برید یې بې هدفه بللی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي ”دغه چاودنه د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې هیڅ اړه نه لري، نه زموږ مجاهدین په دې پيښه کې لاس لري اونه هم مجاهدین اجازه لري چې په بې هدفه ځای کې دا ډول درنه چاودنه ترسره کړي.“

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button