سعودي عربستان: چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي

د سعودي عربستان په قطیف ښار کې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي دي.

د عربي رسنیو د خبر له مخې، نن پنجشنبه مازدیګر مهال د سعودي عربستان په شیعه مېشته ښار، قطیف کې په یوه موټر کې د ځای پر ځای شويی منفجره موادو د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي دي. د عیني شاهدانو په خبره چاودنه ډېره زوروره وه او تر لیرې پورې یې غږ اورېدل شوی دی.

له چاودنې وروسته سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړې ده او روغتیايي ټیمونو مړي ځايي روغتون ته نقل کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button