امنیتي تړون، که د بدمرغیو تړون؟

قاري خالد

د افغان سولې خدايي خدمتګار، لیکوال او شناند انجینر نظر محمد مطمئن پخپل کتاب ‘طالب مشرانو سره شپږ ورځې’ کې د طالبانو د قطر دفتر د مشر، ملا عباس ستانکزي له خولې لیکلي، ډاکټر غني هم واک ته تر رسېدو وړاندې له موږ سره زیاتې ژمنې وکړې، مګر کله چې واک ته ورسېد ټولې ژمنې یې هېرې کړې.

د طالبانو سره په کړیو ژمنو کې یوه مهمه ژمنه دا وه چې د امریکایانو سره به امنیتي تړون نه لاسلیکوي، غني واک ته ورسېد او پر خپلو ژمنو یې وفا ونکړه.

نتیجه دا شوه چې واک ته د غني د رسېدو سره سم، د جګړې اور لا زیات ځکه ژبغړاند شو چې امریکایانو د امنیتي تړون په لاسلیک سره قضایي مصؤنیت وموند او د همدې مصؤنیت څخه پر استفاده یې د افغان ملکیانو د وژلو لړۍ تاوده کړه.

له بطنه یې د جګړې د غځولو لپاره نوې خونکارې ډلې او منفور نومونه وزېږېدل او د همدې نویو نومونو په پلمه یې خبره آن د بمونو تر مور ورسوله.

د امریکایي او ناټو ځواکونو ویاند بېل سلاوین جرمني خبري اژانس ته ویلي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې، له جنورۍ د اپرېل تر پایه امریکايي پوځیانو ۹۰۰ هوايي بریدونه کړي دي.

دا به تر ټولو زیات بریدونه وي، که په هر برید کې تخمیناً د دوو ملکیانو شهادت واخلو، په څلور میاشتو کې ۱۸۰۰ بېګناه افغانان د همدې منحوس تړون له امله په شهادت رسیدلي، در حالیکه په ډېری بمباردونو کې تر لسو زیات بېګناه افغانان هم په شهادت رسول سوي.

پوښتنه دا ده چې د دې بدمرغه تړون ګټه څه شوه؟

د پاکستان له توغندویي بریدونو یې وژغورلو، که د ایران له فرهنګي یرغل څخه یې نجات راکړ؟

د امریکایانو سره یارانې (تړون) موږ ته کوم خیر ورسېد، فقط همدومره چې هره ورځ په مرموز شکل او دسیسه شویو انفجاراتو کې وژل کېږو؟

هېواد مو د نړیوالو استخباراتو د لوبې ډګر وګرځېد، هر هېواد لګیا دی دلته اوبه خړوي او د خپلې خوښې ماهیان ور کې را نیسي.

د افغانانو وینې هره دقیقه بهیږي او ککرۍ یې رغړي، نه یې قاتل معلوم دی او نه د مقتول جرم او ګناه؟

دا د ټول ولس غوښتنه ده چې د امریکایانو سره شوی تړون دې لغوه شي او طالبانو سره دې رښتیني مذاکراتو ته لاره پرانیستل شي. په دې اړوند د طالبانو غوښتنې منطقي هم دي او د ولس غوښتنه هم ده.

د ټولو بدمرغیو بنیاد همدغه بدمرغه تړون دی، تر څو چې دا تړون موجود وي د افغانانو وینې به بهولای کېږي او جګړه به همداسې دوامداره، ژبغړانده او مرګونې وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button