فليپين کې د اور لګېدو له امله ۳۴ کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۲) الماس خدرخېل

د فليپين په مرکز مانيلا کې په يوه قمارخانه کې د اور لګېدو له امله ۳۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

د ځايي پوليسو مشر رونالډو رسنيو ته ويلي، يوه بريدګر په يوه قمار خونه کې اور ولګولو او غوښتل يې چې غلا وکړي.

نوموړي وويل، ډيری کسان له اور څخه د راپيدا شوي دوپ له کبله مړه شوي او په وينا يې چې دا ترهګريز بريد نه بلکې د غلا کولو هڅه وه.

پوليس وايي، دغه بريدګر چې بهرنيانو ته ورته و قمارخونې ته له اور اچولو وروسته سمدستي وتښتېد.

خو ځايي د پولیسو د پلټنې د ادارې مشر لومړی وويل بريدګر د پوليسو په ډزو کې ووژل شو خو وروسته يې زیاته کړه چې بريدګر د هوټل په يوه خونه کې ځان سوځلی دی.

اوس مهال سيمه د پوليسو تر کلک امنيتي پوښښ لاندې ده.

په دې وروستيو کې د اسلامي دولت ډلې د فليپين د ماراوي ښار له حکومته ونيولو او دغلته يې سختې جګړې وکړې.

له همدې امله يادې پېښې حکومت ورخطا کړی و چې وسله والو مرکز ته خپل عمليات نه وي راغځولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button