کابل کې ننی لاريون په تاوتريخوالي اوښتی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۲) الماس خدرخېل
په کابل ښار کې د وړمې ورځې د چاودنې په غبرګون کې نن ځينې خلک راټول شوي او په يوه ستر لاريون کې پيل کړی، چې اوس مهال په تاوتريخوالي اوښتی دی.
لاريون کوونکو غوښتل چې د زنبق څلور لارې د موټربم چاودنې ځآی ته لاړ شي او له هغه ځايه بيا د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ځانونه ورسوي خو د پوليسو له خوا يې مخنيوی شوی، چې د لاريون کوونکو او پوليسو تر منځ اخ و ډب او هوايي ډزې هم شوي دي.
يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، د پوليسو او لاریون کوونکو تر منځ ډزې شوي او شايد ځينې کسان پکې ټپيان شوي هم وي.
نوموړي زياته کړه، لاريون کوونکي لومړی زنبق څلور لارې کې سره راټول شول او اوس مهال د شيرپور په سيمه کې دي او سختې ډزې روانې دي.
لاريون کوونکو سره د ولسمشر اشرف غني، ګلبدين حکمتيار او حنيف اتمر انځورونه دي چې سرې کرښې پرې راکښل شوي او د دوی پر ضد شعارونه ورکول کېږي.
سياسي کارپوه او شناند نظر محمد مطئن په خپله فسبوک پاڼه ليکي: (داسې ښکاري چې پلان شوی لاریون دی او حکومت ته خپل زور ورښیې او یا هم ممکن کوم نور اهداف یې تر شا وي).
سرچينې وايي، دا مهال بيړنۍ غبرګون قطعه، کابل ګارنيزون او د ملي امنيت ځواکونه د ارګ سره نږدې سيمو کې ځآی پر ځای شوي او ارګ ته ټولې لارې يې د لاريون کوونکو پر مخ تړلي دي.



