د ولسي جرګې ځینې غړي: پر امنیتي تړون دې له سره غور وشي

د ولسي جرګې غړي وايي له امریکا سره امنیتي تړون بې نتېجې دی او باید له سره غور ورباندې وشي.

د ولسي جرګې ځینې غړي وايي چې امریکا په هېواد کې د امنیت په راوستلو کې همکاري نه کوي او افغانستان یې د خپلو نړیوالو رقابتونو پر ډګر بدل کړی دی.

د ولسي جرګې غړي وايي، د افغانستان خلکو له امریکا سره د امنیتي تړون په لاسلیک کولو سره هیله درلوده چې د افغانستان امنیت به ښه شي او امریکا به د امنیت په برخه کې زیاتې همکارۍ وکړي؛ خو نه یوازې دا چې د هېواد امنیت ښه نه شو نور هم خراب شوی دی.

Related image

د ولسي جرګې غړی، نصرالله صادقي زاده نیلي وايي ”چا چې له امریکا سره امنیتي تړون په بېړه لاسلیک او تایید کړی دی باید ځواب ووايي چې ولې په هېواد کې امن نه شته او امریکا همکاري نه کوي.“

ښاغلی نیلي زیاتوي ”ایا له امریکا سره د امنیتي تړون پیغام دا دی چې هره ورځ دې ۱۰۰۰ بې ګناه کسان ووژل شي او هېواد دې د نړیوالو رقابتونو پر ډګر بدل شي؛ يا دا چې امریکا ته پوځې اډې ورکړل شوې چې له املهيې افغانستان د جنګ پر ډګر بدل شوی دی، همدا يې نتیجه ده، بل څه نهدي.

د ولسي جرګې غړي همدا راز وايي کومو وکیلانو چې له امریکا سره د امنیتي تړون د مخالفت غږ چپ کړی و نن ورځ باید د افغانستان خلکو ته ځواب ووايي.

د ولسي جرګې بل غړی، کرام الدین رضا زاده هم وايي چې دې تړون هیڅ کومه ګټه نه ده کړې، ”امنیتي وضعیت نور هم خراب شوی دی د خلکو تلفات زیات شوي دي؛ دې هوکړې زموږ هیڅ درد دوا نه کړ.“ رضا زاده زیاتوي چې له امریکا سره پر تړون باید غور وشي. د نوموړې په خبره ”وړاندې هم له امریکا سره پر شوي تړون د بیا غور کولو پېشنهاد شوی و خو ځينې وکیلان د دې کار مخه نیسي.“

له امریکا سره د امنیتي تړون د بیا غور غوښتنه وروسته له هغه کیږي چې د افغانستان امنیت د پخوا په پرتله نور هم خراب شو.

که څه هم افغانان او د ولسي جرګې یو شمېر غړي د دې تړون پر لغوه کېدو ټینګار کوي خو ولسمشر اشرف غني یاد تړون د افغانستان په ګټه بولي.

د یادونې وړ ده چې له امریکا سره امنیتي تړون د ګډ حکومت د کار په دویمه ورځ لاسلیک شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button