
جواد څارګر
آغا صاحب ……. له ډېرې مودې پېژنم، یوه خوله مجلس هم ورسره لرم
کله ناکله یې تنګوم، ورته وایم، شکر باسه چې دچا له برکته خدای هر څه بس او بسیار درکړي، که ستا په مټو وای، خدای شته کې دې دځان لپاره یوه ګوله حلال څه چې حرام رزق هم پیدا کړی وای.
آغاګان اصلاً زموږ د ځای نه دي، له بلې خوا راغلي او دلته مېشت شوي.
زموږ افغانان چې میا، ملا، سید، پاچا او آغا ته خورا درناوی لري، دوی ته یې هر یوه له خپلو مځکو نیمایي ور ایله کړي، اوس آغاګان زموږ دسیمي تر ټولو زیات زمیندار، او شتمن خلک دي.
زما اشنا آغا ته چې دچا خبره په دسترخوان پښه کېږدې، هم درته دډوډۍ ست نکوي، موږ ورته له تمسخره دحاتم طایي لمسۍ وایو.
زما هدف خدای مه کړه په آغاګانو تمسخر نه دی، او نه د آغا صاحبانو دتوهین اراده لرم، زما دخوږ پیغمبر ﷺ اولادې ته، زما دوه لاسي سلام دی، مګر هغه څوک چې ځان دپیغمبر ﷺ اولاده ګڼي، خو په عمل کې یې له اوامرو او مناهیو صریح سرغړاوی کوي، یقینا دتقبیح وړ دي، هغه که آغا وي او که ګدا.
چې خبره اوږده نشي، اصل مطلب ته راګرځم؛ د آغا صیب په دېره کې ناست وم، مجلس له کلدارو او افغانیو وتلی و، وچ په ډالرو څرخېده، چا ویل چې تېره اونۍ مې درې زره ګټلي، چا دوه زره یادولې او چا پنځه زره ډالر، آغا صیب په خبرو کې ورولوېد.
یواځې تېره اونۍ مې ددوه زره ډالرو بوس پلورلي، پرون ښار ته ولاړم او دروژې لپاره مې ټول ضروري توکي راوړل، په همدې وخت کې یو دپوخ عمر خاوند راغی، او ناستو کسانو ته یې دسوال لاس ونیو.
آغا صیب ددېرې له بره سره په ورخېز کړ؛ ځغله مردارخوره، په تاسې سوالګرو يواځې خدای رسېږي موږ مو نشو مړولای، ځغله چې بیا دې دلته ونه وینم
ټول مجلس قهقهې په سر واخیست، دپاخه عمر سوالګر شونډې ورپېدې، لاس یې ټول کړ او په ړنګو ـ بنګو ګامونو روان شو.
ملګرو ته مې وویل؛ دسوالګر په حق کې خدای له قهره ووېرېږې، سوالګر مه رټئ او مه بد وضعیت ورسره کوئ
الله سبحانه وتعالی دسوالګرو په اړه موږ ته امر کوي ‘وَأَمَّا السَّآئِلَ فَلَا تَنْهَرْ. او سوالګر مه رټه’.
تر اوسه مو دډالري ګټو حسابونه کول، کله چې یو سپین روبی محتاج، فقیر درته ودرېد، ومو رټه او بېنوا مو وشاړه، څه فکر کوئ یواځې تاسې حق لرئ چې دروژې هر ماښام مو اختر شي؟!



