لندن کې په ولسي خلکو برید شوی

(کابل ټکی کام ۱۴ غبرګولی ۱۳۹۶) محمد حارث
د ورکړل شوو راپورونو له مخې په لندن کې د مشهور پله د پاسه د موټر په وسیله په ولسي خلکو برید شوی، ياده پېښه د خلکو د تګ راتګ پر پیاده رو کې را منځ ته شوې، ویل کیږي چې برید کونکو د سپین رنګه میني بس موټر په وسیله برید کړی او ډېری عام خلک یې له موټر څخه لاندې کړي.
د لندن ځایي پولیس وایي چې یاده پېښه کې ګڼ شمېر کسان مړه او ټپیان دي، خو کره شمېره یې لا نه ده څرګنده کړې.
پولیس همدا راز زياتوي چې دریو برید کونکو پر ولسي خلکو د موټر له خېځولو څخه وروسته له موټر نه راښکته شوي او پر خلکو یې د چړو په واسطه ګزارونه کړي.
بل خوا عیني شاهدان وایي چې دوی د دریو کسانو سرونه لیدلي چې له تنو بېل پراته وو. او یادو بریدکونکو ۷ تنه نور په چړو هم وهلي خو دا لا نه ده مالومه چې دغه ۷ کسان وژل شوي او که ټپیان دي.
د راپورونو له مخې د پېښې له ځای څخه د خال خال ډزو غږ هم اورېدل کیږي، ځایي پولیس د هغو درو تنو برید کونکو په لټه کې دي خو لا تر اوسه یې په نیولو کې پاته راغلي


