جرمني کې یوو افغان ګډوال پنځه کلن روسی ماشوم وژلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۴) خالد وفا
تېره ورځ یو ۴۱ کلن افغان کډوال جرمني کې یو روسی ماشوم وژلی او د ماشوم مور یې ژوره ټپي کړې ده.
دا پېښه د جرمني جنوب رگنسبورگ، ښارته نږدې په یوه کیمپ کې چې د پناه غوښتونکو لپاره ځانګړی شوی رامنځ ته شوې ده.
د جرمني پولیس وايي چې مخکې له دې چې پولیس دغه افغان کډوال له منځه یوسي د روسي ماشوم مور یې په ژورو ټپونو ژوبله کړې.
افغان کډوال چې تر اوسه یې دقیق هویت په ډاګه شوی نه دی د پولیسو له لوري په ځوابي ډزو کې وژل شوی.
پولیس دغه راز وايي چې د وژل شوي روسي ماشوم بل مشر ورور او مور یې اوس مهال تر روغتیايي څارنې لاندې نيول شوي دی.
خو د پېښې اصلي انګېزه تر اوسه نه ده په ډاګه شوې چې د روسي ماشوم د وژل کېدو سبب څه و .
د جرمني صدراعظمه انګلا میرکل چې د څلوم دور انتخاباتو ته کاندیده ده، ټاکل شوې ده، چې انتخابات به په سپټامبرمیاشت کې تر سره کیږي د ولس له لورې له همدې انتقاد سره مخ ده چې ولې یې څه د باندې یو میلیون کډوالو ته چې د جنګ ځپلو هېوادونو لکه سوریه او افغانستان څخه ورغلي د استوګنې اجازه ورکړې ده.



