(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۴) الماس خدرخېل
د امريکا مشهور سياستوال او د ولسمشريزو ټاکنو پخوانی نوماند پيتريک بيوکنن وايي، امريکا په افغانستان کې ماته خوړلې او پکار نه ده چې نور هلته پاته شي.
نوموړي د سپوټنيک خبري اژانس ته ويلي، چې امريکا په کراره کراه په افغانستان کې ماته خوري او په ارامۍ سره د ماتې کندې ته لوېدو په حال کې ده.
هغه ويلي، امريکا ته پکار ده چې نور له افغانستانه خپل ځواکونه راوباسي، ځکه دا جنګ د ګټلو نه دی.
بیوکنن د چهارشنبې ورځې بريد ته په اشاره وايي، ترهګرو دا ثابته کړه چې د ګډ حکومت تر ټولو په امن او هرځای چې وغواړي بريد کولی شي، دغه راز په دغه برید سره امريکا ته دا پيغام دی چې د دوی د ميلياردونو ډالرو په لګښت سره لا هم دوی بريا نه ده ترلاسه کړې.
پټريک وايي، په کومه اندازه چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه ډیر شوي په همغه اندازه وسله وال طالبان پياوړي شوي او ډیرې سيمې يې تر واک لاندې راوستي دي.
هغه ويلي، حالات تر دې رسېدلي چې د ملي وحدت حکومت څوکۍ هم په خطر کې ده او امنيتي وضعيت ورځ تربلې په خرابېدو دی.
دی زياتوي، امريکا دې د نورو پوځيانو افغانستان ته د لېږلو پر ځای د شته عسکرو د ايستلو په اړه غور وکړي.


















