قاري خالد
دین د یوې داسې کارخانې په مثال دی چې بېلا بېلې برخې ولري، په هره برخه کې یې کارمندان لګیا وي، خپله برخه کار پر مخ وړي، او د هر کارمند کار پر خپل ځای درست، د قدر وړ او د کارخانې د ښه فعالیت لپاره وي.
دارالعلوم دیوبند چې په قارة الهند کې تر ټولو لومړۍ او ستره دیني درسګاه ده، د جوړښت سره سم یې، د دارالعلوم اکابرینو څلور څانګې فعالې کړې.
هیله یې دا وه چې پر همدې څلورو لارو به د انګریزي ښکیلاک مخه ډب کوي او د ځوان کهول د فکري تحریف مخه نیسي.
۱: جهاد، ۲: درس او تدریس، ۳: تصوف، ۴: دعوت او تبلیغ.
دلته یوه یادونه ضروري ګڼم؛ که له دې څلورو یې هر یو د ګوند بڼه خپلوي، د دارالعلوم دیوبند له فکره انحراف کوي.
هدف دا و چې هره څانګه به پر خپل ځای د انګریزي اشغال پر خلاف، مستقیم او غیر مستقیم کار کوي.
مجاهدین مستقیم لګیا ول، صوفیان، مدرسین او تبلیغیان غیرمستقیم؛ صوفیانو د ویده ولس په زړونو کار شروع کړ، مدرسینو فکري روزنې ته مخه کړه، او تبلیغیانو د ځوان نسل، د بې لارۍ څخه د راګرځولو، او په اسلام د پوهاوي هڅې پیل کړې.
که موږ په تبلیغیانو ګوته پورته کوو چې ولې جهاد نه کوي، ځکه وخت د جهاد دی، جهاد فرض عین ګرځېدلای او…
همدغه ګوته په مدارسو او خانقاؤو ولې نه پورته کوو؟ آیا دا جرئت لرو چې ووایو صوفیان، یا مدرسین له فرض عین جهاد څخه منکرین دي، ځکه چې د وخت او د حالاتو تقاضا دا نه ده چې د فرض عین جهاد پر مهال دې مدارس او خانقاوې فعالې وساتلی سي؟
که یې نه لرو؛ تبلیغیان مو ولې په همدې جرم (!) نیولي؟
که دلیل دا وي چې تبلیغیان له جهاده ځکه منکرین دي چې د فرض عین جهاد پر وخت یې بسترې پر اوږو کړي او کلي په کلي ګرځي؛ دا دلیل ځکه ناسم دی چې د همدې فرض عین جهاد پر مهال مدارس هم فعال دي او خانقاوې هم، کولای شو چې دوی هم د جهاد د منکرینو په کتار کې ودروو؟
زما په فکر د تبلیغیانو سره بېځایه عقده پالل کېږي، تبلیغیان کوښښ کوي یو ځوان له عبثیانو وګرځوي او دین ته یې متوجې کړي، تبلیغي چې همدومره وکړل، کار یې خلاص شو. وروستی کار د مجاهد، عالم او پیر صیب دی چې څنګه یې جهاد، علم او تصوف ته تشویقوي، دا چې نه یې کوي پخپله پړ دی.
ویلی شو چې مجاهد او صوفي پخپل رسالت کې له کسالته کار اخلي، لهذا ګناه هم د تبلیغي نه ده، بلکې ګناه د هغوی ده چې د تبلیغي محنت ته د شک په سترګو ګوري.
که استدلال کوو چې تبلیغیان جهاد نه مني ځکه یې نه منم، دا پخپله پخپل جرم اعتراف دی او هغه دا چې هغه له یوه فرضیته منکر او ته له بل، توپیر مو څه شو؟
که وایو تبلیغیان تصوف نه مني، مطالعه مو ځکه کمزورې ده چې د تبلیغي نصاب مؤلف پیر و، هم یې مریدان او هم یې خانقاه درلودله.
د تبلیغي جماعت مؤسس هم پیر و، هم مجاهد او هم مدرس؛ دا اشتباه به ومنو چې تبلیغیان له ګرمو سنګرو، ځوانان و نرمو بسترو ته دعوت کوي، مګر داسې غلطیانې او اشتباهات ټول لرو.
درځئ اسلام ته له ګوندي زاویې ونه وګورو؛ مجاهد خپل جهاد ته پرېږدو، مدرس خپل تدریس ته، صوفي خپلې خانقاه ته، او تبلیغي خپلې سې روزې او عشرې ته.
دا ټول لګیا دي د دین کار کوي، د دین یوه ـ یوه شعبه یې نیولې خدمت ورته کوي. دا منطق نه دی چې وایو؛ مروجه تبلیغ راته ثابت کړه منم یې.
مروجه تبلیغ فقط د عامه افرادو د سهولت لپاره جوړ شوی تګلوری دی، او ویلای شو چې د قارة الهند د معتبرو علماؤ په اجماع رامنځ ته شوی، اجماع خو به منو؟
دغسې ددین په هره شعبه کې وقتاً فوقتاً لازم تجدد شوی دی، په جهاد کې، په درس او تدریس کې، په پیرۍ او مرېدۍ کې او…
پخپل چاپېریال نظر واچوئ، څومره بېلاري ځوانان د همدې تبلیغیانو په محنت، دین ته وګرځېدل؟ څومره ځوانان له فحشاء او منکراتو واوړېدل او په تبلیغي جماعت کې داخل شول؟
لومړیتوبونه باید درک کړای شي، د هر مسلمان کار ته د قدر په سترګه وکتل شي او د دین یوې شعبې ته پر خدمت کولو وستایل شي.
که څوک جهاد کوي زما څه حق چې ترټم یې؟ که څوک تبلیغ کوي زما څه حق چې بد یې ګڼم؟ او که څوک پیري او مریدي کوي زما څه حق چې ردوم یې؟
که ټول مجاهدین سي؛ د دین نورې شعبې په ټپه دریږي، که ټول متصوفین شي همچنان او که ټول مبلغین شي همچنان.
د دارالعلوم دیوبند اکابرینو دا مشکل درک کړی و او آن له پیله یې شعبې ټاکلې دي.
که یو او بل وزغمو، ټول به یو او که زغم ونلرو، ته ما ګمراه ګڼې او زه تا، نه به یې ته سر کړې او نه زه.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته


















