(کابل ټکی کام ۱۴غبرګولی۱۳۹۶) محمدحارث
د “پېو” په نامه څېړنيز بنسټ یا (Pew Research Center) په تازه خپرو شوو مالوماتو کې ښودلې چې اوس مهال په ټوله نړۍ کې ۱.۸ میلیارده مسلمانان ژوند کوي چې دا ارقام د نړۍ د ټول نفوس ۲۴ سلنه جوړوي، دغې پور نفوسه شمېرې ته په کتو سره ویل کیږي چې په ۲۰۷۰ زیږدیز کال کې به اسلامي دین تر ټولو ادیانو ستر او د زیاتو پیروانو لرونکی وي.
د “انډېپنډنټ” ورځپاڼې د راپور پر اساس اسلام په خورا چټکۍ سره ورځ تر بلې پراخوالی مومي او په راتلونکي کې به اسلام تر ټولو ادیانو ستر او مخکښ دین وي.
نوې تر سره شوې څېړنه زیاتوي، چې په ۲۰۵۰ زیږدیز کال کې به په امريکا کې د مسلمانانو شمېره ډېره لوړه شي چې د دغه هیواد ۲.۱ سلنه نفوس به تشکیل کړي.
اسلام چې یو معتدل دین دی نو ځکه یې منونکي ورځ تر بلې زیاتیږي چې له همدې وجې په بې ساري توګه د ودې په حال کې دی.


















